د هرات د خلکو ۳۰مه چوپه مرسته غزې ته ورسېده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i159314-د_هرات_د_خلکو_۳۰مه_چوپه_مرسته_غزې_ته_ورسېده
د هرات د خیریه بنسټونو لخوا فلسطیني وګړو ته دېرشمه چوپه مرسته غزې ته ورسېده.
(last modified 2025-04-23T09:42:47+00:00 )
Apr 23, 2025 13:50 Asia/Kabul
  • د هرات د خلکو ۳۰مه چوپه مرسته غزې ته ورسېده

د هرات د خیریه بنسټونو لخوا فلسطیني وګړو ته دېرشمه چوپه مرسته غزې ته ورسېده.

مفتي امیر محمد خادم، چې د دغو مرستو د راټولولو او فلسطیني ولس ته د لېږلو مسئول دی، وايي چې په اوسنيو حالاتو کې د مسلمانانو لپاره اړینه ده چې د فلسطیني ولس او خپلو وروڼو تر څنګ ودرېږي.

مفتي خادم زیاتوي چې د غزې خلکو سره مرسته، په هغه حالاتو کې چې فلسطینیان پکې دي، «فرض» ګڼل کېږي.

د هغه په وینا، د دغو مرستو ارزښت پنځه زره امریکايي ډالره وو، چې د هرات د خیریه خلکو له خوا راټوله او د غزې خلکو ته ولیږل شوه.