په یمن د امریکا د حملو د شهیدانو شمیر زیات شوی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i159464-په_یمن_د_امریکا_د_حملو_د_شهیدانو_شمیر_زیات_شوی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د روغتیا وزارت وویل چې د پلازمینې صنعا په شمال کښې په «بني الحارث» ولسوالۍ کښې په «ثقبان» سیمې باندې د امریکا د هوايي حملو د شهیدانو شمیر دولسو ته ورزیات شوی دی.
(last modified 2025-04-29T00:03:09+00:00 )
Apr 29, 2025 04:30 Asia/Kabul
  • په یمن د امریکا د حملو د شهیدانو شمیر زیات شوی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د روغتیا وزارت وویل چې د پلازمینې صنعا په شمال کښې په «بني الحارث» ولسوالۍ کښې په «ثقبان» سیمې باندې د امریکا د هوايي حملو د شهیدانو شمیر دولسو ته ورزیات شوی دی.

په وژل شویو کسانو کښې څو ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

د یمن انصار الله غورځنګ هم پرون ویلي وو چې د امریکا جنګي الوتکو وړمه شپه په بني الحارث سیمه کښې په ثقبان سیمه کښې په دریو ودانیو باندې بریدونه کړي وو.

امریکا د صهیونیسټ رژيم د ملاتړ لپاره د تیر هجري لمریز کال د کب د میاشتې له پینځویشتمې نیټې راهسې د یمن پرضد هوايي حملو ته دوام ورکړی او هلته په غیر پوځي مرکزونو او هستوګنه سیمو باندې بمباریانې کوي چې له کبله یې بې ګناه خلک وژل کیږي.

د امریکا له دغو حملو سره سره د یمن وسله وال ځواکونه هماغه راز د فلسطین په غزې تړانګه کښې د فلسطین د ملت او د مقاومت د حمایت کولو عملیاتو ته دوام ورکوي او د ځانګړیو عملیاتو په ترسره کولو سره د نیواکي فلسطین په داخل کښې په ځینو سیمو او په سره سمندر او هند اوقیانوسیې کښې د صهیونیسټ رژیم په کشتیو او  حتی د امریکا په جنګي کشتیو باندې بریدونه کوي او د یمن پوځیانو  تراوسه د امریکا څو پرمختللي بې پایلوټه الوتکې هم نسکورې کړي دي.