-
د غزې محصلینو د کنډولو په مینځ کښې د فارغ التحصیلۍ جشن ولمانځه+ ویډیو
Aug 15, 2026 10:36پارس ټوډی- د غزې یوشمیر فارغ التحصیل شوي محصلان، د ماشوم وژونکي صهیونیسټي رژيم د پوځ له خوا د محاصرې او پرله پسې بمباریو له دوام سره سره، د کنډولو ترمینځ راغونډ شول او د خپلې تعلیمي بریا جشن یې ولمانځه.
-
سریع: د عربستان اړونده ځواکونه او وسلو مرکز مو په نښه کړی دی
Aug 15, 2026 10:03د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند وویل: د یمن د سویل په المخار سیمه کښې په سعودي عربستان پورې اړونده ځواکونه او د هغوي د وسلو ډیپوګان مو په کامیابۍ سره په نښه کړ.
-
غریب آبادي: د کاسپین د څنډې هیوادونه دې د اسرائیلو او یوکرین اقدامات وغندي
Aug 13, 2026 07:50پارس ټوډی- د ایران مرستیال خارجه وزیر ټینګار وکړ چې ټول ساحلي هیوادونه دې په کاسپين سمندر کښې د صهیونیسټي رژيم او یوکرین اقدامات په زغرده وغندي او د هیوادونو د ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د خیال ساتنې په ضرورت دې ټینګار وکړي.
-
پزشکیان: ایران هیڅکله له نړیوالو قوانینو وتلی عمل نه دی کړی
Aug 13, 2026 07:46پارس ټوډی- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د جاپان له وزیراعظمې سره په ټیلیفوني خبرو کښې ټینګار وکړ: ایران په هیڅ توګه له نړیوالو قوانینو بهر عمل نه دی کړی او تل یې له ګاونډیانو سره په اړیکو کښې د ښه والي کوشش کړی دی.
-
عزیزي: د ایران مقاومت د دښمن معادلات ګډوډ کړل
Aug 13, 2026 07:43پارس ټوډی- د ایران د پارلیمان د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مشر وویل: د دښمنانو د جنګ او دباونو په وړاندې د ایران د ولس مقاومت، د تسلیمیدو، تجزیې او نسکورونې لپاره د هغوي پلانونه شنډ کړل او د سیمې په معادلاتو کښې یې جدي بدلون راوسته.
-
طالبان بهر ته د کارګرانو د قانوني لیږلو غوښتنه کوي
Aug 13, 2026 07:39د طالبانو د کار وزیر بهرنیو هیوادونو ته د افغان کارګرانو د لیږلو د منظم کولو غوښتنه وکړه.
-
انصارالله: د سعودي یوازې پوځي مرکزونه په نښه کوو
Aug 13, 2026 06:04پارس ټوډی- د انصارالله غورځنګ د لوړې سیاسي شورا غړي وویل: د یمن وسله وال ځواکونه خپل اهداف په دقت سره غوره کوي او دمګړۍ د سعودي پوځیانو د راغونډیدو ځایونه او د وسلو ګودامونه هدف ګرځوي.
-
محسن رضایي: ایران او پاکستان سټراټیجکه مخینه لري
Aug 13, 2026 05:44پارس ټوډی- د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي د ایران او پاکستان ترمینځ د رامینځته شوې ارزښتناکې پانګې له وړتیا په ګټه پورته کولو باندې په ټینګار سره وویل: یوه ستره پانګه رامینځته شوې ده او هغه، د دوو حقیقي او اعتقادي هیوادونو ترمینځ دلچسپي ده.
-
د ایران دوغارون به د افغان محصلینو د جذب پر مرکز بدل شي
Aug 12, 2026 06:19د ایران د پیام نور پوهنتون مشر په دوغارون پولې کې د یوې نړیوالې څانګې د جوړولو خبر ورکړ چې موخه ئې د افغان محصلینو جذب دی.
-
د انقلاب له معظم رهبر سره د ولسمشر ملاقات او خبرې اترې
Aug 10, 2026 05:42د انقلاب له معظم رهبر سره د ولسمشر ملاقات او خبرې اترې