-
د ایران په پولو کې تلپاتې امنیت ټینګ شوی دی
Jul 12, 2023 00:46د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د دې په بیان سره چې ځینې ګاونډی هېوادونه د سرحدونو د امنیت په تامینولو کې خپل مسئولیت نه ترسره کوي وویل، د ایران د پوځي سرتېرو په زړورتیا سره د ایران سرحدونه له ډېر امنیت څخه برخمن دي.
-
سپینزر دولتي شرکت په ۴ میاشتو کې ۳۷۰ مټریک ټنه پنبه تولید کړې
Jul 12, 2023 01:25د افغانستان د کندوز ولایت ځایي چارواکي وایي چې د روان کال په څلورو میاشتو کې د دې ولایت په سپینزر دولتي شرکت کې ۱۰۰۰ مټریک ټنه پنبهدانه پروسس شوې، چې ۳۷۰ مټریک ټنه حلاجي شوې پنبه ورڅخه ترلاسه شوې ده.
-
طالبانو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې وسلو او تجهیزاتو د پلور ادعا رد کړه
Jul 11, 2023 08:26د طالبانو سرپرست حکومت هغه ادعاوې په کلکه رد کړې چې ګواکې دوی هغه وسلې او تجهیزات چې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو پاتې شوي، پر نورو اړخونو پلورلي دي. نور حال زموږ د خبریال فضل غني حقمل په راپور کې واورئ
-
د فلسطین د مقاومتي ځواکونو له خوا د صهیونیسټانو پرضد ۱۲ عملیات ترسره شول
Jul 11, 2023 08:58د فلسطین د شهاب خبري آژانس د خبر له مخې، د « معطي » په نوم د فلسطین د احصایې او اطلاعاتو مرکز د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د فلسطین د مقاومت ځواکونو په لوېدیځه غاړه او په نویل شوي بیت المقدس کې د صهیونیسټي پوځیانو پر مرکزونو د ګولیو په ویشتلو او د چاودېدونکو توکو په اچولو سره د صهیونیسټانو په ضد ۱۲ عملیات ترسره کړل.
-
افغانستان کې د سویډن هېواد هر ډول فعالیتونه ودرول شول
Jul 11, 2023 07:45په افغانستان کې د سویډن کمېټې د هر ډول فعالیت درېدو امر شوی دی.
-
پوتین یوې وړې ماشومې ته خپل کاري دفتر معرفي کوي
Jul 10, 2023 12:34یوه روسي مسلمانه نجلۍ چې رئیسات نومېږي، له پوتین سره د هغه په دفتر کې یوه کاري ورځ تېروي. هغه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر څوکۍ کښېني او د دې هېواد د حکومت له مشر سره ټلفوني خبري کوي. نور حال په ویډیو کې وګورئ.
-
د افغانستان په لغمان ولايت کې يو کتابتون د ۲۰۰ زره امريکايې ډالرو په ارزښت جوړ شو
Jul 10, 2023 10:53ویل کېږي یاد کتابتون د جاپان هېواد په مالي همکارۍ جوړ شوی چي شاوخوا ۱۹۴ زره او ۵۶۷ ډالره لګښت پرې راغلی دی.
-
د برتانیې شارژدافیر د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر سره لیدنه کړې
Jul 10, 2023 10:28په افغانستان کې د برتانیې سفارت شارژدافیر په کابل کې له طالب مشرانو سره تر ليدنو کتنو وروسته؛ بېرته د خپل ماموریت ځای (قطر) ته ستون شوی او هلته يې د طالبانو د سياسي دفتر له مشر سهیل شاهین سره ليدلي او په يو لړ مهمو مسايلو يې ورسره خبرې کړي دي.
-
ننګرهار کې پولیسو دولس تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي، نور تفصیل زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ
Jul 09, 2023 14:06د پولیسو چارواکي وایي چې نیول شوي کسان تر پوښتنو ګرویګنو لاندې دي، چې ډېر ژر به عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.
-
د افغانستان په غزني ولایت کې یو شمېر سوداګریز مارکیټونو بیارغول شوي. بشپړ معلومات زموږ د همکار په راپور کې واورئ
Jul 09, 2023 07:45د ښاري ښکلا او نظم لپاره د غزني ولایت د ښاوالۍ ریاست په غوښتنه د شخصي سوداګریزو مارکیټونو د څښتنانو له خوا څخه خپلو سوداګریزو مارکیټونو ته د ښاروالۍ له خوا ټاکلی رنګ ورکول شو.