د ایران په پولو کې تلپاتې امنیت ټینګ شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i135598-د_ایران_په_پولو_کې_تلپاتې_امنیت_ټینګ_شوی_دی
د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د دې په بیان سره چې ځینې ګاونډی هېوادونه د سرحدونو د امنیت په تامینولو کې خپل مسئولیت نه ترسره کوي وویل، د ایران د پوځي سرتېرو په زړورتیا سره د ایران سرحدونه له ډېر امنیت څخه برخمن دي.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Jul 12, 2023 00:46 Asia/Kabul
  • د ایران په پولو کې تلپاتې امنیت ټینګ شوی دی

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د دې په بیان سره چې ځینې ګاونډی هېوادونه د سرحدونو د امنیت په تامینولو کې خپل مسئولیت نه ترسره کوي وویل، د ایران د پوځي سرتېرو په زړورتیا سره د ایران سرحدونه له ډېر امنیت څخه برخمن دي.

زموږ د خبریال د خبر له مخې، د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال محمد باقري پر دې په ټینګار سره چې د عراق له حکومت سره د دغه هېواد په شمال کې د بېلتون غوښتونکو ډلو د بې وسلې کولو لپاره یو تړون لاسلیک شوی دی زیاته کړه، چې د عراق حکومت ژمنه کړې چې د روان کال تر وږي میاشتې (اګست/سپټمبر) پورې به دغه ډلې بې وسلې کړي.

جنرال باقري پر دې په ټینګار سره چې ایران به تر هغه وخته پورې خپله ژمنه وساتي څرګنده کړه ، که تر هغه وخته د عراق حکومت دغه اقدام ونه کړي او دغه ډلې وسله وال پاتې شي، ایران به په خپله اقدام وکړي.

د یادولو وړ ده چې د عراق په کردستان سیمه کې چې د ایران په خلاف د ګڼ شمېر ترهګرو او بیلتون غوښتونکو ډلو د شتون په ځاې بدل شوی دی، د ترهګرو ډلو د ایران ضد خوځښتونو په زیاتېدو سره د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک څو ځله د دې ډلو ځایونه په نښه کړي دي.