افغانستان کې د سویډن هېواد هر ډول فعالیتونه ودرول شول
Jul 11, 2023 07:45 Asia/Kabul
په افغانستان کې د سویډن کمېټې د هر ډول فعالیت درېدو امر شوی دی.
د سپوږمۍ راډیو د خبر له مخې، د سرپرست حکومت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دغه امر په سویډن کې د قرآنکریم د سپکاوي په غبرګون کې شوې او په وینا یې، تر هغه چې د سویډن حکومت له مسلمانانو څخه د دغه شوم عمل بښنه نه وي غوښتې، طالبان په افغانستان کې د سويډن هېواد د هر ډول فعالیت د درېدو امر کوي.
په خبرپاڼه کې اړوند ارګانونه مکلف شوي چې د دغه امر د عملي کېدو لپاره په بیړه لاس په کار شي.
د افغانستان سرپرست حکومت له نورو اسلامي هېوادونو هم غوښتي چې د سویډن هېواد د دغه ناوړه عمل پر وړاندې پر خپل تعامل غور وکړي.
ټیګونه