-
یوې اتیا کلنې میرمنې د نږدې ۱۰۰ زره CC وینې په ورکړې سره نړیوال ریکارډ جوړ کړ
Mar 29, 2023 07:39د جوزفین میکالیک په نوم یوې اتیا کلنې کاناډايي میرمنې د تېرو ۶ لسیزو په موده کې د ۲۰۳ پاکټه وینې په ورکړې سره چې ۹۶۰۱۰ CC کیږي، د زیاتې وینې ورکړې نړیوال ریکارډ جوړ کړ.
-
یوه مصرۍ میرمن په مسجد الحرام کې د روژه ماتې پر مهال مړه شوه
Mar 29, 2023 12:35یوه مصرۍ میرمن حیبه مصطفی چې د عمرې ادا کولو لپاره مسجدالحرام ته تللې وه، د روژه ماتې پر مهال پرې هلته د زړه حمله راغلې او مړه شوې ده.
-
د نړۍ د لومړي ګرځنده ټلیفون ۵۰ کاله پوره شول
Mar 27, 2023 14:17پنځوس کاله وړاندې په ۱۹۷۳کال کې د اپریل په دویمه نیټه د مارټین کوپر په نوم یو کس د امریکا په نیویارک ښار کې په ټلیفون خبرې وکړې.
-
د بدن بوی ښايي د اندېښنو لمنځه وړلو سره مرسته وکړي
Mar 27, 2023 12:23زمونږ خبریال راپور راکړی ساینسپوهان د دې لپاره ازموینې ترسره کوي چې معلومه کړي آیا د بدن بوی کول د اندېښنو له منځه وړلو سره مرسته کولی شي او که نه؟.
-
ایا تاسو دومره غټې کیلې لیدلي دي؟
Mar 27, 2023 07:58زمونږ خبریال راپور راکړی کیله د انسان د بدن لپاره ډيره ګټوره میوه ده او اکثره خلک د خپل بدن د سالم ساتلو لپاره زیاتې کیلې خوري.
-
فرانسې کې د خوندیتوب په موخه د دولتي مامورینو په تلیفونونو کې د ګڼ شمېر ټولنیزو رسنیو کارول منعه شول
Mar 26, 2023 12:58د فرانسې چارواکو ویلي چې د دغه هېواد دولتي مامورینو ته یې سپارښتنه کړې، ترڅو د معلوماتو د خوندیتوب په موخه په خپلو مبایلونو کې د ټیک ټاک، ټویټر، انسټاګرام او نور اپلیکشنونه ونه کاروي.
-
عمره کوونکي دې مسجدالحرام ته د وسایلو له وړلو ډډه وکړي.
Mar 26, 2023 08:29د سعودي عربستان حکومت عمره کوونکو ته لارښوونه کړې چې نورو عمره کوونکو ته د تکلیف او سختۍ د رامنځته کېدو د مخنیوي په موخه مسجد الحرام ته د وسایلو له لیږد څخه ډډه وکړي.
-
واټساپ د کمپیوټر لپاره نوې اسانتیاوې رامنځته کړې
Mar 26, 2023 07:52د خبرو اترو او اړیکو نیولو لپاره په ټولنیزو رسنیو کې تر ټولو ډیر کارېدونکې اپلیکیشن (واټساپ) د کمپیوټر کارونکو له پاره نوې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.
-
ټویټر د وړیا نیلي ټیک یا ویریفای لرې کولو نیټه اعلان کړه
Mar 25, 2023 08:21د را پورونو له مخې ټاکل شوې د راتلوونکې اپریل میاشتې په پیل کېدو سره به د ټولو هغه کسانو له ټویټر اکاونټ څخه د نیلي ټیک یا ویریفای علامې لرې کولو لړۍ پیل شي چې په وړیا ډول یې یاده چاره ترسره شوي وي.
-
انسټاګرام او فیس بوک د بلو ټیک لپاره میاشتنۍ فیس اخیستل رسماٌ پیل کړل
Mar 19, 2023 12:52له ټویټر وروسته اوس انسټاګرام او فیسبوک هم د بلیو ټیک یا ویریفائ لپاره میاشتنی فیس اخیستل رسماٌ له امریکا څخه پیل کړل.