د بدن بوی ښايي د اندېښنو لمنځه وړلو سره مرسته وکړي
زمونږ خبریال راپور راکړی ساینسپوهان د دې لپاره ازموینې ترسره کوي چې معلومه کړي آیا د بدن بوی کول د اندېښنو له منځه وړلو سره مرسته کولی شي او که نه؟.
سویډني څېړونکي وايي بوی د انسان له ډېرو ژورو احساساتو سره تړلی وي او کېدای شي یو ځانګړی بوی د انسان له رواني وضعیت سره مرسته وکړي.
د پردي کس د بدن بوی ښایي موږ ته ګټور شی ښکاره نه شي، خو سویډني څېړونکي وايي کېدای شي د بل چا د بدن بویویل د ټولنیز تشویش له ستونزې سره مرسته وکړي.
دې ستونزې ته په انګلیسي social anxiety وايي چې یو کس په ټولنه کې له نورو خلکو سره ناسته ولاړه کې ځان ارام نه حس کوي.
ساینسپوهانو په خپلو ازمایښتونو کې د تخرګه د خولو بوی کارولی دی.
د دوی استدلال دا دی چې بوی د ماغزو داسې لیکې فعالوي چې له عاطفې سره تړلې وي او انسان کراروي.
خو دا لا له وخته ډېره مخکې ده چې ووايو د دوی خبره سمه ده.
له دې سره دا پوښتنه راپورته کېږي چې ایا رښتیا هم بوی دومره مهم دی؟
ماشومان د بوی کولو له ډېر قوي حس سره زېږي چې تر ټولو غوره ورته د خپلې مور او د هغې د تي شیدو بوی وي.
بوی له انسان سره د خطر په پېژندلو کې مرسته کوي، د ډوډۍ او د اور د لوګي ترمنځ توپیر پرې کولی شو، نو ځکه له چاپېریال او له یوه بل سره په چلند کې د بوی حس مهمه ونډه لري.
همدا بوی دی چې خوندور خوراکي شیان پرې تشخیصولی شو او یو نیم وخت د یوه شي بوی ډېرې زړې خاطرې راپه یادوي.
سوېډني څېړونکي وايي د انسان د بدن بوی ښایي د هغه د حالت څرګندونه وکړي چې خپه دی، اندېښمن دی که خوشحاله او آن ښايي په هغو خلکو کې چې بوی کوي یې ورته احساس پیدا کړي.
دوی له داوطلبانو غوښتي د خپلو تخرګونو خولې هغه مهال ورکړي چې دوی یو خوشحاله فیلم ګوري یا یوه ویروونکی او وحشتناک فیلم چې ګوري.
ساینسپوهان وايي د انسان د بدن د ډېرو غړو خوله بوی نه لري، خو د تخرګونو او د پښو د منځ بوی د ځانګړي تعامل پایله کې تولېدېږي نو ځکه بوی کوي.
ټاکل شوې ده دغه ساینسپوهان خپلې ځینې لومړنۍ موندنې روانه اوونۍ په پاریس کې یوه روغتیايي غونډې ته وړاندې کړي.