ایا تاسو دومره غټې کیلې لیدلي دي؟
Mar 27, 2023 07:58 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی کیله د انسان د بدن لپاره ډيره ګټوره میوه ده او اکثره خلک د خپل بدن د سالم ساتلو لپاره زیاتې کیلې خوري.
خو اوس داسې کیلې هم بازار ته راغلي دي چې یو سړی یې هم په کامل ډول نشي خوړلی.
په انډونیزیا کښې په یوې جزیرې کښې داسې کیلې لیدل شوي دي چې خلک یې حیرانه کړي دي.
د انډونیزیا په دغه جزیرې کښې د تولیدیدونکي یوې یوې کیلې وزن درې کلوګرامه دی او ونه یې هم د کوپرې د ونې په اندازه غټه وي.
د دغه کیلې د عکس په لیدو سره خلک حیرانه دي او ځینو خلکو دغه خواهش هم کړی دی چې د دغه کیلې د لیدو لپاره انډونیزیا هیواد ته لاړ شي.
ټیګونه