-
امریکائي رسندویو د ایران په ضد په جنګ کې امریکائي تاوانونه ایشوا کړل
Sep 09, 2026 05:26پارس ټوډې –د سيانان خبری چینل د خبرو سرچینو او امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د «وعده صادق ۴» نومي عملیاتو پر مهال د ایران د بریدونو له امله د امریکا پوځي اډو او ګټو ته اوښتي د پام وړ تاوانونه د امریکا د پوځ او استخباراتي ادارې چارواکي دې ته اړ کړي چې د ځواکونو د کمولو او د ځینو زیانمنو تاسیساتو د بیارغونې په اړه غور وکړي.
-
په هرمزتنګي کې د امریکا یو سمارټ بېپیلوټه سمندري اوبتل ونیول شو
Sep 09, 2026 05:12پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران سمندري ځواک په هرمز تنګي کې د امریکائي دښمن د سمارټ بېپیلوټه سمندري اوبتل د نیولو خبر ورکړ.
-
هرمز تنګی لا هم په بشپړه توګه تړلی دی
Sep 07, 2026 14:05پارسټودي – د ایران داسلامی جمهوریت د ملي امنیت د عالي شورا منشي وویل: دا چې ټرمپ ادعا کوي هرمز تنګی پرانیستی دی، یوه لویه دروغجنه ادعا ده.
-
امریکائي چارواکي دې پوهه شي؛د متناسبو ځوابونو پړاؤ ختم شوی دی
Sep 06, 2026 15:30پارس ټوډې ــ د ایران د اسلامي شورا مشر وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځي ځواکونو له لورې د امریکا پر پوځي اډو درنو او سختو بریدونو د دغه هېواد مشران له سختې بېوسۍ او لالهاندۍ سره مخ کړي دي.
-
امریکا ته خبرداری ورکوو؛د کلابندۍ په دوام سره به بریدونه لاسخت شي
Sep 06, 2026 12:08پارسټودي ـ د خاتمالانبیا (ص) مرکزي غونډ ویندوي، ډګروال ابراهیم ذوالفقاري،بیګا په یولړ څرګندونو کې وویل: که د ایران پر بېړیو شرارت، ناامني او مزاحمت او همدارنګه د ایران سمندري کلابندي دوام ومومي، نو په سیمې کې به د امریکا پر پوځي بېړیو د ایران د اسلامي جمهوریت د وسلهوالو ځواکونو بریدونه تر پخوا ډېر سخت شي او د دغو بریدونو د پراخېدو امکان هم شته
-
سپاه پاسداران: د امریکا مشران د خپلو جنایتونو د تورو دوسیو په هکله ځواب ورکړي
Sep 03, 2026 12:54پارس ټوډې- د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د عمومي اړیکو دفتر وویل: د امریکا مشران چې د بښنې د غوښتلو پرځاې بیا هم دروغو ویلو ته مخه کړې ده او د ایران په جنوب کښې د میناب، د لامرد او د قشم جزیرې د جنایتونو د دوسیې په شان د ځواب له ورکولو ځانونه غړوي ښه خبره دا ده چې په بیلابیلو هیوادونو کښې د واده په دستورو باندې د خپلو حملو د تورې دوسیې په اړه عمومي افکارو ته ځواب ورکړي.ایا دغه ټولې پیښې ناڅاپه او په غلطۍ سره شوې دي؟
-
د سپاه پاسداران په برید کې په کویټ کې د عليالسالم اډې د امریکايي قوماندان قرارګاه ویجاړه شوه
Sep 02, 2026 13:37پارس ټوډی – د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د کویټ په عليالسالم امریکايي اډې د توغندیز او بېپیلوټه الوتکو برید خبر ورکړ او ویې ویل چې یو شمېر بېپیلوټه الوتکې یې هم ویجاړې کړې دي.
-
د ایران وسلوالو ځواکونو په کویت، اردن ،بحرین او اربیل کې د امریکائي ترهه ګرو پر مرکزونو توغندوي بریدونه وکړل
Sep 02, 2026 05:59د ایران د اسلامی جمهوریت د د وسلهوالو ځواکونو د تنبیهي عملیاتو په دوام کې، په کویت ،اربیل او بحرین کې د امریکا د ترهګر پوځ مرکزونه په نښه شول.
-
په اردن کې د امریکائي سمندري ځواکونو پرمرکز د بالسټیک توغنديو سخت ګوزارونه
Sep 02, 2026 05:51د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عامه اړیکو څانګې اعلان وکړ چې په اردن کې د امریکايي سمندري ځواکونو پر مرکز ، چې د «تیتین کمپ» په نوم یاد شوی، بالسټیک توغندي لګېدلي او د دوي په وینا، ګڼ شمېر امریکايي عسکر پکې هلاک شوي دي .
-
په تر ټولو ممکن ليرې واټن کې دد ټارګټ شنډول د هوائي دفاع سټراټیژي ده
Sep 02, 2026 05:38پارس ټوډې ـ د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز او د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتمالانبیا(ص) مرکزي قرارګاه قوماندان وویل: پر داخلي توان او متخصصو ځوانانو تکیه کول، د ایران پر وړاندې د هر ډول او هرې کچې متعارفو او نوو پوځي ګواښونو ته پر وخت، انقلابي او اغېزشیندونکي ځواب ورکولو لپاره اړین شرط دی.