هرمز تنګی لا هم په بشپړه توګه تړلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i177808-هرمز_تنګی_لا_هم_په_بشپړه_توګه_تړلی_دی
پارس‌ټودي – د ایران داسلامی جمهوریت د  ملي امنیت د عالي شورا منشي وویل: دا چې ټرمپ ادعا کوي هرمز تنګی پرانیستی دی، یوه لویه دروغجنه ادعا ده.
(last modified 2026-09-07T09:37:29+00:00 )
Sep 07, 2026 14:05 Asia/Kabul
  •   هرمز تنګی لا هم په بشپړه توګه تړلی دی

پارس‌ټودي – د ایران داسلامی جمهوریت د  ملي امنیت د عالي شورا منشي وویل: دا چې ټرمپ ادعا کوي هرمز تنګی پرانیستی دی، یوه لویه دروغجنه ادعا ده.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي، سردار   محسن رضايي، د هرمز تنګي د وروستي وضعیت په اړه په ځانګړي  مرکې کې  وویل؛ هرمز تنګی په بشپړه توګه تړلی دی او د امریکا دا ادعا چې بېړۍ او د تېلو ټانکرونه ترې تېرېږي، ستر دروغ دي.

هغه زیاته کړه: البته امریکایانو داسې اقدامات کړي چې د عمان د ډبرینې لارې  په وسیله د تېرېدو هڅه وکړي. ځینې بېړۍ هم هڅه کوي چې د خپلو سمندري لارښوونکو وسایلو په بندولو سره له دې لارې څخه تېرې شي، چې ډېری ئې له ستونزو او بریدونو سره مخ کېږي. خو مونږ د چاپېریالي دلایلو له امله تر اوسه پرېکړه نه ده کړې چې دغه بېړۍ ډوبې کړو.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي د فارس خلیج او عمان سمندر په سیمې کې د یوې نوې محدودې سیمې د اعلانولو په اړه وویل: په راتلونکو شپو ورځو کې به یوه نوې ممنوعه سیمه اعلان کړو چې د امریکا د محاصرې له کرښې څخه تر بارګیري بندرونو پورې سیمه به پکې شامله وي.

هغه څرګنده کړه: هغه بېړۍ چې سرغړونه وکړي او د ایران له همغږۍ پرته اقدام وکړي، نو د ایران په بندیزي نوملړ کې به شاملې شي او له پایلو سره به مخ شي؛ لکه د بیمې په برخې کې ستونزې او په راتلونکي کې د تګ راتګ له محدودیتونو سره مخ کېدل.

رضايي وویل: دا د هرمز تنګي په اړه د ایران په تګلاره کې لومړنی بدلون دی چې له مخې به یې پر امریکا لا زیات دباؤ واچول شي.

جنرال محسن رضايي، د دې پوښتنې په ځواب کې چې «تاسو په مخکینۍ مرکې کې ویلي وو چې د محاصرې زغم به ونه کړو؛ په دې برخې کې مو کوم اقدامات کړي دي؟» وویل: دا خبره چې د امریکا محاصره به په ایران کې د قحطۍ لامل شي، دروغ ده؛ ځکه حکومت له وړاندې لازم تدابیر نیولي دي او زمونږ اساسي توکي او د توکو زیرمې په بشپړه توګه تأمین دي.