-
آیا د لوېدیځ بندیزونو د ایران د اټومي پرمختګ مخه نیولې ده؟
Mar 09, 2025 01:45پارس ټوډې - د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې عمومي مدیر «رافائل گروسي»، له بلومبرګ خبري شبکې سره په یوه مرکه کې ومنله چې د لوېدیځ بندیزونه د ایران د اټومي پروګرام د پراختیا مخه نه ده نیولې.
-
ګروسي د ايران د اټومي پروګرام د پام وړ پرمختګ باندې اعتراف وکړ
Mar 07, 2025 10:04پارس ټوډې - د اتومي انرژۍ ادارې عمومي مشر وويل چې د ايران اټومي پروګرام له ۲۰۱۸ کال راهيسې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
-
د بندیزونو د لیرې کولو لپاره د ایران او درېیو اروپایي هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو د پیلولو موافقه شوې
Jan 14, 2025 10:42د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د حقوقي چارو مرستیال له درېیو اروپايي هېوادونو سره د بندیزونو د لیرې کولو په اړه د خبرو د بیا پیلولو د موافقې خبر ورکړ.
-
ایران، موافقې ته د ټولو خواوو د راستنېدو او پر متقابلو ژمنو عمل کولو ته چمتو دی
Jan 08, 2025 10:20د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر، د لسو هېوادونو د نویو سفیرانو د باورلیکونو د ترلاسه کولو په مراسمو کې، د موافقې ته د ټولو خواو د بیرته ستنېدو او د متقابلو ژمنو د ترسره کولو لپاره د تهران چمتووالی اعلان وکړ.
-
د ایران پر وړاندې د ماشې میکانیزم فعالول، له ناکامۍ سره مخ دی
Dec 18, 2024 10:36په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر او دایمي استازي، د برجام په اړه د امریکا او اروپا پر چلند په نیوکې سره وویل: د ماشې میکانیزم پر فعالولو باندې ګواښ کول له ناکامۍ سره مخ دی.
-
د ماشې له میکانیزم څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په تړاو، اروپايي ټرویکا ته د ایران خبرداری
Dec 18, 2024 09:31په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي، اروپایي ټرویکا ته خبرداری ورکړی چې د ماشې له میکانیزم څخه ناوړه استفاده به، د ایران له قاطع او متناسب غبرګون سره مخامخ شي.
-
ایران د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس پریکړه لیک غیر رغنده وباله
Dec 14, 2024 09:08ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اروپا اتحادیې ویاند «انور العوني» د ایران د سوله ئیز اټومي پروګرام پرضد د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا غیر رغنده پریکړه لیک تاوتریخوالی رامینځته کونکی وباله او په ایران کښې د شلو فیصدو په سویې سره د یورانیمو د پخولو د کار د بندولو غوښتنه یې وکړه.
-
د "ماشې میکانیزم" پلي کولو د ګواښ په اړه، امریکا او اروپايي ټرویکا ته د ایران خبرداری
Dec 11, 2024 09:34په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیر سعید ایرواني په یوه رسمي لیک کې، د اروپایي ټرویکا د تورونو په اړه اعلان وکړ: د « ماشې میکانیزم » د اجرا په تړاو هر ډول ګواښ نه یوازې رغنده نه دی، بلکې د ایران له پرېکنده ځواب سره به مخامخ شي.
-
د ایران د میزایلو د توان او د سوله ایزو اټومي فعالیتونو په اړه د فرانسې د ولسمشر څرګندونې هېڅ منطقي بنسټ نه لري
Dec 07, 2024 02:53د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقایي د ایران د میزایلو د توان او د سوله ایزو اټومي فعالیتونو په اړه د فرانسې د ولسمشر ایمانوئل مکرون د ادعا په ځواب کې، له نړیوالې سولې او ثبات سره د مرستې لپاره د فرانسې د ولسمشر پر خپلواک او رغنده چلند باندې ټینګار وکړ.
-
ایران به د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس غیر رغنده اقداماتو ته ځواب ورکړي
Nov 20, 2024 12:09ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وویل:که چیرې د ایران د اسلامي جمهوریت تعاملي کړچار او ښه نیت ته پام نه کونکي لوري د پریکړه لیک د خپرولو له لارې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا په غونډې کښې غیر رغنده اقدامات په اجنډا کښې شامل کړي ایران به هم متناسب او ضروري ځواب ورکړي.