آیا د لوېدیځ بندیزونو د ایران د اټومي پرمختګ مخه نیولې ده؟
پارس ټوډې - د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې عمومي مدیر «رافائل گروسي»، له بلومبرګ خبري شبکې سره په یوه مرکه کې ومنله چې د لوېدیځ بندیزونه د ایران د اټومي پروګرام د پراختیا مخه نه ده نیولې.
خو څه ډول؟
د لوېدیځ بندیزونه د ایران د سولهایز اټومي پروګرام پر وړاندې د اسلامي انقلاب له بریا وروسته په ۱۹۷۹ کال کې پیل شول.
امریکا او لوېدیځو هېوادونو په سختو بندیزونو سره هڅه وکړه چې د ایران د سوله اییز اټومي پروګرام د پراختیا مخه ونیسي.
خو ایران پر خپلو داخلي ساینسپوهانو په بشپړه باور سره، د پام وړ بریاوته لاسرسی موندلی دی.
د لوړ کیفیت درلودونکي اوبو په برخه کې د نړۍ لومړی مقام
د اټومي بریالیتوبونو په برخه کې د نړۍ پنځم مقام
د اټومي پوهې په برخه کې د ۵ غوره هېوادونو په ډله کې شاملېدل
د ۳۲ هېوادونو په ډله کې چې اټومي راکټورونه لري
د معدودو هېوادونو په ډله کې چې د اټومي سون توکو بشپړه څرخه لري
د اورګانیک او اټومي کیمیا په برخه کې د علم د تولید په ډګر کې د نړۍ د ۱۵ غوره هېوادونو په ډله کې شاملېدل
دا د ایران د اټومي پرمختګ د یوې برخې بریاوې دي چې د بندیزونو په وجود کې ترلاسه شوي.