ایران د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس پریکړه لیک غیر رغنده وباله
https://parstoday.ir/ps/news/event-i155268-ایران_د_اټومي_انرژۍ_د_نړیوال_اژانس_پریکړه_لیک_غیر_رغنده_وباله
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اروپا اتحادیې ویاند «انور العوني» د ایران د سوله ئیز اټومي پروګرام پرضد د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا غیر رغنده پریکړه لیک تاوتریخوالی رامینځته کونکی وباله او په ایران کښې د شلو فیصدو په سویې سره د یورانیمو د پخولو د کار د بندولو غوښتنه یې وکړه.
(last modified 2024-12-14T08:38:37+00:00 )
Dec 14, 2024 12:38 Asia/Kabul
  • ایران د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس پریکړه لیک غیر رغنده وباله

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اروپا اتحادیې ویاند «انور العوني» د ایران د سوله ئیز اټومي پروګرام پرضد د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا غیر رغنده پریکړه لیک تاوتریخوالی رامینځته کونکی وباله او په ایران کښې د شلو فیصدو په سویې سره د یورانیمو د پخولو د کار د بندولو غوښتنه یې وکړه.

هغه پرون په بروکسل کښې له خبریالانو سره په غونډه کښې د ایران د سوله ئیز اټومي پروګرام په هکله سیاسي ادعاګانې تکرار کړې او ویې ویل: زمونږ دریځ تل روښانه و او دی او ایران باید اټومي وسلې ترلاسه نکړي.

انور العوني زیاته کړه د یورانیمو د تولید د ډیر زیاتیدا په هکله د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس وروستي راپور ‌ډیر اندیښمنونکی دی ځکه چې د پوځي استعمال لپاره د ضرورت وړې سویې ته نږدې ډیر بډایه یورانیم پکښې شامل دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د سوله ئیز اټومي پروګرام پرضد د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا غیر رغنده پریکړه لیک ته په غبرګون کښې ډول ډول نوي او پرمختللي سانټري فیوژونه لګولي دي.

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي تیره اونۍ وویل ایران د قم د فردو په اټومي تاسیساتو کښې د ايي ار شپږ(IR6) په نوم پرمختللیو سانټري فیوژونو ته د ګازو ورکول پیل کړي دي.