-
د فرانسې شارډز افیر خارجه وزارت ته احضار کړی شو
Sep 30, 2022 01:12فارس خبري اژانس وايي د فرانسې د خارجه وزارت لاسوهونکي بیانیې ته په غبرګون کښې په تهران کښې د فرانسې د سفارت شارډز افیر د سفیر په نشتون کښې د ایران خارجه وزارت ته احضار کړی شو.
-
ایران د امریکا یوشمیر جاسوسان نیولي دي
Sep 29, 2022 23:54ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کښې د امریکا د جاسوسۍ ادارې سي ايي ای د لسګونو کسانو په پيژندلو او نیولو کښې د ایران د استخباراتي ادارو بریالیو عملیاتو ته اشاره کړي ده.
-
امریکا د ایران د خلکو د حقوقو د ملاتړ خبره مه کوي
Sep 29, 2022 03:08ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د قضايي قوې د بشري حقوقو د کمیټۍ سیکرټر کاظم غریب ابادي د ایران د ملت پرضد د امریکا د بایکاټونو لګولو ته په اشارې سره وویل امریکا د ایران د خلکو د حقوقو د ملاتړ خبره مه کوي.
-
په خبرو کښې د ایران غوښتنه د اعتماد وړ تضمین ورکول دي
Sep 29, 2022 01:04ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د اټومي وسلو د تولید او د پراختیا د بندیز د تړون این پي ټي د سیف ګارډ په سیاسي پلمو سره دایران پرضد د پریکړه لیک د صادریدا او د لویدیځو هیوادونو د بیا بیا ژمنې ماتولو د مخنیوي لپاره د سیف ګارډ د مسائیلو د حل او په اعتماد وړ تضمین ټینګار وکړ.
-
په ایران کښې د بشري حقوقو په وړاندې د لویدیځ دوه ډوله معیار
Sep 28, 2022 12:37په داسې حال کښې چې ګډوډیو ته د ایران د خلکو د راپارولو لپاره د لویدیځوالو اقدامات او تحرکات روان دي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خپل هیواد او د بشري حقوقو په وړاندې د لویدیځو هیوادونو دوه ډوله کړنلاره وغندله.
-
د امتِ رسول الله(ص) د سترې اجتماع پریکړه لیک
Sep 26, 2022 02:12د تهران په انقلاب میدان کښې د رسول الله امت په نامه د سترې اجتماع د پاې په پریکړه لیک کښې د کرایې له ترهګرو او د عمومي نظم او امنیت له خرابونکو سره د پریکنده چلند غوښتنه وشوه
-
ایران کښې ځینې اروپايي سفارتونه د ګډوډۍ هڅه کوي
Sep 24, 2022 12:11د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د ایران د اسلامي جمهوریت د امنیت په ګډوډولو کښې د ځینو اروپايي هیوادونو په هڅې باندې نیوکې سره وویل هغوې هڅه وکړه د مهسا امینی مړینه د خلکو د لسمولو لپاره په یوې موضوع بدله کړي.
-
د ایران ولسمشر له بلواګرو سره د چلند غوښتنه وکړه
Sep 24, 2022 11:48زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د شهید محمد رسول دوست محمدي له کورنۍ سره په خبرو کښې د هیواد د امنیت او ارامښت له خرابونکو کسانو سره د پریکنده چلند پرضرورت ټینګار وکړ.
-
د ایران په اوسنیو ناکراریو کښې د دښمنو رسنیو او د سلطنت غواړو ډلو رول:-
Sep 24, 2022 11:25د ایران بیلابیل ښارونه په تیرو څو ورځو کښې د داسې ناکراریو کتونکي دي چې د دښمنو رسنیو او د سلطنت غواړو کسانو لاسونه پکښې ښکاره لیدل کیږي.
-
د تهران او د ایران نورو خلکو د بلواګرو کسانو اقدامات وغندل
Sep 23, 2022 11:46ایسنا خبري اژانس وايي د ایران لمونځ ګزارو او د ولس بیلابیلو پرګنو د اسلامي ایران په بیلابیلو ولسوالیو او ښارونو او په پلازمینې تهران کښې د جمعې لمانځه له ترسره کولو وروسته د بلواو، ناامنۍ او د ګډوډې رامینځته کونکو اقداماتو پرضد لاریون وکړ.