د ایران بلواوې یو یهودي غږمله کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i121658-د_ایران_بلواوې_یو_یهودي_غږمله_کوي
المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړ د صهیونیسټ رژیم ورځپاڼې اعتراف وکړ الهام یعقوبیان چې په امریکا کښې هستوګن یهودي الاصل دی په ایران کښې د وروستیو بلواو یو غږملونکی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 30, 2022 01:56 Asia/Kabul
  • د ایران بلواوې یو یهودي غږمله کوي

المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړ د صهیونیسټ رژیم ورځپاڼې اعتراف وکړ الهام یعقوبیان چې په امریکا کښې هستوګن یهودي الاصل دی په ایران کښې د وروستیو بلواو یو غږملونکی دی.

د صهیونیسټ رژیم معاریو ورځپاڼې پرون وویل الهام یقعوبیان چې د ایران یهودي دی او د امریکا تابعیت لري او کلونه کلونه یې په ایران کښې له کورنیو ګوډاګیانو سره د امریکا د جاسوسۍ ادارې سي ايي ای او د صهیونیسټ رژیم د جاسوسۍ ادارې موساد د رابطې د اصلي مهرې په توګه رول لوبولی دی په ایران کښې د وروستیو بلواو غږملونکی دی.

معاریو ورځپاڼې  ولیکل الهام یعقوبیان یو یهودي الاصله سړی دی چې له امریکا څخه یې په ایران کښې د ښځو د پاڅون غږملول پرغاړه اخیستي دي.

د صهیوویسټ رژیم رسنیو په صراحت سره منلي ده چې ایران بریالی شوی بلواوې کنټرول کړي او په هغو برلاسی شي او اعتراضونه ډیر کم شي او د امریکا هڅو هیڅ ګټه نه ده لرلي.