ایران د امریکا یوشمیر جاسوسان نیولي دي
ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کښې د امریکا د جاسوسۍ ادارې سي ايي ای د لسګونو کسانو په پيژندلو او نیولو کښې د ایران د استخباراتي ادارو بریالیو عملیاتو ته اشاره کړي ده.
رویټرز خبري اژانس پرون د یوه راپور په خپرولو سره وویل چې د امریکا د جاسوسۍ ادارې سي ايي ای نیمګړتیا لرونکي پټ ارتباطاتي سیسټم د خپلو جاسوسانو د پیژندلو او نیولو لپاره د ایران د استخباراتي ادارې لپاره کار اسان کړ.
رویټرز خبري اژانس دغه راپور په دوه زره لسم میلادي کال کښې په ایران کښې د امریکا د جاسوسۍ ادارې سي ايي ای د یوه مامور غلامرضا حسیني د نیول کیدا په قیصې بیانولو سره پیل کړی دی.
رویټرز خبري اژانس ولیکل په سي ايي ای ادارې کښې د جاسوسانو د مدیریت د څرنګوالي په هکله د دغه رسني تحقیقات ښودنه کوي چې غلامرضا حسیني د دې پرځاې چې د سي ايي د خیانت قرباني شي د دغه جاسوسۍ ادارې د ګرمتوب او غفلت قرباني شوی دی.
غلامرضا حسیني چې کابو لس کاله په ایران کښې زندان و وویل چې په دوه زره نولسم میلادي کال کښې له خوشي کیدا وروسته نور د امریکا جاسوسۍ ادارې سي ايي ای زما هیڅ پوښتنه ونکړه.
هغه رویټرز خبري اژانس ته وویل دا کار د امریکا د حکومت لپاره د شرم خبره ده.
رویټرز خبري اژانس په یوې مرکې کښې چې په ایران کښې یې د امریکا د جاسوسۍ ادارې سي ايي ای له شپږو جاسوسانو سره کړي ده دغه نتیجې ته رسیدلی دی چې سي ايي ای په ایران کښې د اطلاعاتو د راغونډولو لپاره بې احتیاطه عمل کړی دی.