-
د ایران په سویل ختیځ کې دوه امنیتي ساتونکي په شهادت رسېدلي
Nov 18, 2024 15:17د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس قرارگاه عامه اړیکو، د ایران په سویل ختیځ کې په سراوان ښار کې د دوو امنیتي ساتونکو د شهادت خبر ورکړ.
-
عربستان د درېیو افغانانو او ۲۱ پاکستانیانو په ګډون تر ۱۰۰ ډېر بهرني اتباع اعدام کړي
Nov 18, 2024 14:50په ۲۰۲۴ کال کې په عربستان کې د درېیوو افغانانو او ۲۱ پاکستانیانو په ګډون تر ۱۰۰ ډېر بهرني اتباع اعدام شوي دي. د بشري حقونو د یوې ډلې په وینا، دا شمېر د تېرو کلونو په پرتله بېساري زیاتوالی ښيي.
-
له ایران سره د پاکستان پر ګډو امنیتي همکاریو ټینګار وشو
Nov 15, 2024 16:14د پاکستان د بهرنیو وزارت ویاندې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د امنیتي او له ترهګرۍ سره د مبارزې د ملګرتیاوو د دوام په اړه د دغه هېواد پر ژمنې باندې په ټینګار سره ویلي چې په ګډو پولو کې به، ترهګرو او د سولې د دښمنانو لپاره هېڅ ځای نه وي.
-
د ایران او پاکستان دفاعي چارواکو د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
Nov 09, 2024 06:08د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو د ملاتړ او د دفاع د وزیر مرستیال د پاکستان له لوړرتبه دفاعي او پوځي چارواکو سره په کتنه کې، دواړو هېوادونو د دفاع په ډګر کې د ګډو ملګرتیاوو پر پراختیا ټینګار وکړ.
-
د ایران د سپاه پاسداران ځواک څلور نور ټروریسټان هلاک کړل
Nov 08, 2024 15:00ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک د قدس کیمپ د امنیت د شهیدانو د عملیاتو ویاند «سردار احمد شقايي« د ایران په جنوب ختیځ کښې په سیستان او بلوچستان ولایت کښې د څلورو نورو ترهګرو د وژل کیدا خبر ورکړ.
-
په جرمني کښې د ایران د کنسولګریو د فعالیت بندول د نه توجیه وړ کار دی
Nov 03, 2024 05:00ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په جرمني کښې د ایران د کنسولګریو د فعالیتونو بندول یو عجیبه او د نه توجیه وړ اقدام وباله او هغه یې په جرمني کښې د هستوګنه ایرانیانو او ویزو او کنسولي خدماتو ته د اړتیا لرونکو کسانو لپاره د زحمت او د مشکلاتو د رامینځته کیدا سبب وباله.
-
په جرمني کې د ایران د قونسلګریو د تړل کېدو په اړه د عراقچي غبرګون
Nov 02, 2024 05:17د ایران د بهرنیو چارو وزیر، د ایران د قونسلګریو د تړلو په اړه د آلمان د حکومت پریکړه یې په هغه هېواد کې د مېشتو ایرانیانو پر وړاندې یو تحریمي عمل وباله.
-
د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د ترهګرو څلور ډلې له منځه یوړل شوې
Nov 02, 2024 05:01د سحاب شبکې د راپور له مخې، د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک د امنیت شهیدانو د عملیاتي تمریناتو ویاند «سردار شفایي» د جمعې په ورځ اعلان وکړ: د ایران په سویلي ختیځ سیستان او بلوچستان ولایت کې د امنیت شهیدانو د عملیاتي تمریناتو په دوام کې، د څلورو تروریستي ډلو ۸ غړي په نښه او نیول شوي او ۴ تنه نور یې وژل شوي دي.
-
ایران کښې هیڅ ټروریسټ مصونیت نلري حتی که جرمني یې هم ملاتړ وکړي
Oct 31, 2024 10:24پارس ټوډې –د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر سید عباس عراقچي په ایران کښې د «تندر» د ترهګرې ډلې د سرغنې له اعدام او دغه موضوع ته د جرمني د حکومت په غبرګون وروسته وویل: په ایران کښې هیڅ ترهګر مصونیت نلري حتی که چیرې د جرمني لخوا یې هم حمایت ملاتړ وشي.