-
د صهیونیسټ ټروریسټي بانډ ټول مشران باید محاکمه شي
Nov 24, 2024 02:18ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت «ایت الله العظمی سید علي خامنه اي » په ایکس اینټرنیټ پاڼې کښې په عبري ژبې باندې یوې بیانیې کښې د صهیونیسټي جنایتکار او د ترهګر بانډ د ټولو مشرانو په محاکمه کیدا ټینګار وکړ.
-
صهیونیسټ رژیم د غزې په کمال عدوان روغتون بیا حملې وکړې
Nov 24, 2024 01:44ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په غزې تړانګه کښې ځايي سرچینو نن راپور ورکړ چې صهیونیسټ رژيم په بې پایلوټه الوتکو سره د غزې ښار په «کمال عدوان» روغتون باندې حملې کړي دي.
-
د اسرائیلو ښارګي میشته صهیونیسټانو په لومړي وزیر نیوکه وکړه
Nov 24, 2024 01:20مهر خبري اژانس راپور راکړی د تل اویو په جنوب کښې صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو د لومړي وزیر نتانیاهو په سیاستونو باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې.
-
د مقاوت له ډلو سره په مقابلې کښې له بې وسۍ وروسته د نتانیاهو په کابینه کښې ژور کړکیچ او اختلاف:-
Nov 20, 2024 10:55د صهیونیسټ رژيم کابینه د غزې او د لبنان د جنګونو له دوام او د فلسطین او د لبنان له مقاومت ډلو سره په مقابله کولو کښې د دغه رژيم له بې وسه کیدا وروسته له بې ساري ژور کړکیچ او درز سره مخامخ شوی دی.
-
د ایران خارجه وزیر د اروپايي هیوادونو په نویو بایکاټونو نیوکه وکړه
Nov 20, 2024 10:23زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د فرانسې د باندنیو چارو له وزیر «ژان نوئل بارو» سره په ټیلي فوني خبرو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د نویو بایکاټونو په لګولو کښې د اروپايي هیوادونو په لمسونکي او نه توجیه وړ اقدام نیوکه وکړه.
-
اوربند به له لبنان څخه اعلان شي او که تل اویو څخه؟
Nov 20, 2024 09:00ایرنا خبري اژانس راپور راکړی« العربي الجدید» رسنۍ راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم کابینه په بیروت کښې د امریکا د ځانګړي استازي «عاموس هوکشتاین » شتون د دغه چارې نښه ګڼي چې د مشکل حل کیدل نږدې دي خو معلومه نه ده چې هغه به اوربند له لبنان څخه اعلان کړي یا له تل اویو څخه.
-
رژیم او لوېدیځې رسنۍ په غزه او لبنان کې د ماشومانو د وژلو د عادي کولو په لټه کې دي
Nov 20, 2024 08:16د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ادارې (یونیسف) ویاند په غزې او لبنان کې د ماشومانو د وژنې د عادي کولو پر وړاندې د نړیوالو ټولنو پر چوپتیا نیوکه وکړه.
-
په هستوګنه کورونو باندې بمباریانې؛ د حزب الله په مقابل کښې له ناتوانۍ وروسته په لبنان کښې د اسرائیلو نوي سټراټيژۍ:
Nov 18, 2024 11:29پارس ټوډی – د ځینو پوځي کارپيژاندو په وینا د صهیونیسټ رژيم پوځ د حزب الله د ځواکونو د نه تصور وړ مقاومت له لیدو وروسته د لبنان په جنوب کښې د سټراټيژۍ بدلولو ته مجبوره شوی دی.
-
صدام ، نتانیاهو او د ایرانیانو فن اخر؛ له تاکتیکي بریالیتوب تر سټراټيژیکې ماتي
Nov 18, 2024 07:55پارس ټوډی –د ایران یو شناندی باوري دی چې د بنیامین نتانیاهو برخلیک د عراق پخواني دیکتاتور صدام ته ورته دی.
-
د حزب الله غورځنګ بریدونو د اسرائیلو پینځه کسان ژوبل کړي
Nov 17, 2024 02:49زمونږ خبریال راپور راکړی صهیونیسټي سرچینو بیګا وویل چې په حیفا سیمې باندې د لبنان د حزب الله غورځنګ په حملو کښې پینځه کسان ژوبل شوي دي.