حماس تر هغه وخته چې فلسطیني بندیان خوشي نشي خبرې نه کوي
(last modified Mon, 24 Feb 2025 06:00:09 GMT )
Feb 24, 2025 10:30 Asia/Kabul
  • حماس تر هغه وخته چې فلسطیني بندیان خوشي نشي خبرې نه کوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ یوه مشر «باسم نعیم »وویل دغه غورځنګ به له اسرائیلو سره

د مینځګړو له لارې د اوربند په موافقې کښې د راتلونکي اقدام په هکله خبرې ونکړي مګر دا چې د اسرائیلو رژيم له موافقې سره سم د فلسطین بندیان خوشي کړي.

هغه وویل د هغو فلسطیني بندیانو له خوشي کیدا مخکې چې د شپږو صهیونیسټ بندیانو د خوشي کیدا په بدل کښې یې په اړه موافقه شوي ده حماس غورځنګ به د اوربند په موافقې کښې د ورپسې اقدام په هکله د مینځګړو له لارې له دښمن سره هیڅ ډول خبرې ونکړي مګر دا چې فسلطیني بندیان خوشي شي.

حماس غورځنګ په تیرې شنبې ورځ له خپل پروګرام سره سم شپږ صهیونیسټ بندیان خوشي کړل او په داسې حال کښې چې ټاکل شوي وه صهیونیسټ رژیم د اوربند د موافقې پراساس د بندیانو د تبادلې په اوم پړاو کښې څه د پاسه شپږ سوه فلسطیني بندیان خوشي کړي.

د هغه څه پراساس چې د اسرائیلو رژيم لومړي وزیر نتانیاهو په تیرې شنبې ورځ وویل دغه رژیم فیصله کړي ده چې د فلسطیني بندیانو خوشي کول وځنډوي تر هغه وخته چې د صهیونیسټ بندیانو خوشي کول د مراسمو له ترسره کولو پرته چې تل اویو هغه سپکاوی ګني تضمین شي.

صهیونیسټ رژیم د بندیانو د مبادلې په اوم پړاو کښې د فلسطیني بندیانو د خوشي کیدا په لاره کښې د خنډ په رامینځته کولو سره له تیرې شنبې ورځې راهسې تراوسه د دغو بندیانو خوشي کول ځنډولي دي.