-
د تهران محصیلینو له اسرائیلو د انتقام غوښتنه وکړه
Dec 26, 2023 01:54ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د تهران یوشمیر خلکو او محصیلینو بیګا د ایران د ملي امنیت شورا ودانۍ مخ ته په راغونډیدا سره له صهیونیسټ رژیم څخه د شهید سردار سید رضي موسوي د وینې د بدل د اخیستلو غوښتنه وکړه.
-
د لبنان حزب الله په اسرائیل باندې بریدونو ته دوام ورکړی
Dec 26, 2023 01:31المیادین ټیلي ويژن راپور راکړی د لبنان حزب الله غورځنګ د نیواکي فلسطین په شمال کښې د صهیونیسټ رژيم په پوځي اډې او مرکز باندې د توغندوي حملې خبر ورکړ.
-
یمن د ټولو لارو لپاره جنګي چمتووالی لري
Dec 26, 2023 01:17الجزیره ټیلي ويژن راپور راکړی د یمن د چارو د پرمخ وړونکي حکومت دفاع وزیر« محمد العاطفي» وویل دغه هیواد له ټولو احتمالي لارو او فرضیو سره د چلند لپاره جنګي چمتووالی لري.
-
د ایران د خارجه وزارت ویاند د اسرائیلو رژيم جنایت وغاند
Dec 26, 2023 00:22ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني له ترهګرۍ سره د مبارزې د ایراني پوځي سلاکار سردار سید رضي موسوي په شهیدولو کښې د صهیونیسټ رژیم د تیرې دوشنبې ورځ ترهګر اقدام په کلکه وغاند.
-
د فرانسې ، د اسپانیا او د ایټالیا په وتلو سره د امریکا د سمندري ائتلاف ماتي خوړل:-
Dec 24, 2023 11:36امریکا د فلسطین د غزې تړانګې د جنګ په بهیر کښې له صهیونیسټ رژیم سره د ملاتړ او د هغو کشتیو پرضد چې د نیواکي فلسطین په لور ورځي په سره سمندر(Red Sea) کښې د یمن له حملو سره د مقابلې لپاره نړیوال سمندري ائتلاف اعلان کړی دی خو سره له دې دغه د ادعا وړ ائتلاف همدا اوس د اروپايي هیوادونو په وتلو سره د دړې وړې کیدا په حال کښې دی.
-
په تېره شپه او ورځ کې ۱۰ تنه صهیونیسټي پوځیان مړه او ژوبل شوي دي
Dec 24, 2023 02:15د صهیونیسټي پوځیانو ویندوی نیل هاګاري اعلان وکړ چې په غزې تړانګې کې د دې رژیم د پوځیانو او مقاومتي ځواکونو ترمنځ په ځمکنیو نښتو کې د صهیونیسټي رژیم ۵ پوځیان په هلاکت رسېدلي او ۵ نور ژوبل دي.
-
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې تر ۲۰۰ ډېر کسان شهیدان شوي دي
Dec 24, 2023 02:04د غزې د روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، د ۲۰۱ فلسطینیانو د شهادت او د ۳۶۸ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی.
-
په غزه کې د شهیدانو شمېر ۲۰ زره او ۵۷ تنو ته ورسېد
Dec 22, 2023 11:24د «شهاب» خبري آژانس د راپور له مخې، د فلسطین د روغتیا وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ: د اکتوبر له اوومې (د تلې له ۱۵) نیټې راهیسی په غزې تړانګه کې د صهیونیسټي رژیم د تیریو په نتیجه کې ۵۳ زره او ۳۲۰ کسان ژوبل شوي دي.
-
د ایران خارجه وزیر او د اسلامي ملګرتیا موسسې مشر د غزې په هکله خبرې وکړې
Dec 22, 2023 00:11ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د اسلامي ملګرتیا موسسې له مشر «حسین ابراهیم طه» سره په ټیلي فوني تماس کښې د نیواکي فلسطین د وروستي حالت او د غزې تړانګې پرضد د صهیونیسټ رژیم حملو ته په اړونده بدلونونو باندې خبرې او د نظر تبادله وکړه.
-
اسرائیل غزې ته د مرستو د ورتلو مخه نیسي
Dec 22, 2023 02:26القدس پریس راپور ورکړ د مصر د بهرنیو چارو وزیر «سامع شکري» وویل له غزې تړانګې سره بشردوستانه مرستې په العریش او رفح سرحدي لاره کښې جمع شوي او اسرائیل غزې تړانګې ته د مرستو د ورتلو مخه نیسي.