د لبنان حزب الله په اسرائیل باندې بریدونو ته دوام ورکړی
المیادین ټیلي ويژن راپور راکړی د لبنان حزب الله غورځنګ د نیواکي فلسطین په شمال کښې د صهیونیسټ رژيم په پوځي اډې او مرکز باندې د توغندوي حملې خبر ورکړ.
حزب الله په یوې بیانیې کښې وویل په دقیقو او مناسبو وسلو سره مو « میتات» کیمپ ته نږدې د صهیونیسټ رژیم د عسکرو د راغونډیدا په ځاې حمله کړي ده.
د لبنان حزب الله په دغه بیانیې کښې زیاته کړه زمونږ مبارزانو د « برکه ریشا» په پوځي مرکز کښې د صهیونیسټ رژیم د عسکرو د راغونډیدا په ځاې حملې وکړې.
په همدې لړ کښې د صهیونیسټ رژیم رسنیو وویل د لبنان له خاورې د حزب الله د حملو په نتیجه کښې په لویدیځې الجلیل سیمه کښې د څو سختو بم چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.
پرون سهار هم د لبنان له جنوب څخه په نیواکي الجلیل سیمه کښې په دوو صهیونیسټ میښته ښارګیو «دوویو» او «متات» باندې د راکټونو او د توغندیو بریدونه وشول.
د نیواکي فلسطین په شمال کښې په الجلیل سیمه کښې د صهیونیسټ میشته ښارګیو لوړې شورا وړمه ورځ ویلي وو چې د حزب الله د حملو د دوام په علت صهیونیسټ میشته ښارګیو ته ټولې تلونکي لارې تړل شوي دي.
د فلسطین د مقاومت ډلو لخوا د طوفان الاقصی د عملیاتو له پیلیدا وروسته د لبنان حزب الله د فلسطین په شمال کښې د صهیونیسټ رژیم د یوې برخې عسکرو د بوخت ساتلو او په غزې کښې د مقاومت په ډلو باندې د دباو د کمولو لپاره د فلسطین په داخل کښې د صهیونیسټ رژيم د هدفونو پرضد هره ورځ درنې حملې کوي.