د تهران محصیلینو له اسرائیلو د انتقام غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i143764-د_تهران_محصیلینو_له_اسرائیلو_د_انتقام_غوښتنه_وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د تهران یوشمیر خلکو او محصیلینو بیګا د ایران د ملي امنیت شورا ودانۍ مخ ته په راغونډیدا سره له صهیونیسټ رژیم څخه د شهید سردار سید رضي موسوي د وینې د بدل د اخیستلو غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-12-25T21:43:40+00:00 )
Dec 26, 2023 01:54 Asia/Kabul
  • د تهران محصیلینو له اسرائیلو د انتقام غوښتنه وکړه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د تهران یوشمیر خلکو او محصیلینو بیګا د ایران د ملي امنیت شورا ودانۍ مخ ته په راغونډیدا سره له صهیونیسټ رژیم څخه د شهید سردار سید رضي موسوي د وینې د بدل د اخیستلو غوښتنه وکړه.

د محصیلینو او د خلکو دغه غونډه د تهران ، د امیر کبیر او علامه پوهنتونونو د بسیج محصیلینو له غوښتنې وروسته د وخت د جهاد په نوم سره ترسره شوه.

په دغه غونډې کښې ګډون کونکو کسانو په لاسونو کښې د ایران او د لبنان د حزب الله بیرغونه او بینرونه نیولي وو چې ورباندې حسین حسین شعار ما او شهادت افتخار ما شعارونه لیکل شوي وو.