-
د لبنان د پوځ او د اسرائیلو ترمینځ سخت جنګ وشو
Oct 14, 2023 02:24د المیادین ټیلي ویژن خبریال د نیواکي ټاټوبي( اسرائیلو) او د لبنان ترمینځ سرحد کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځیانو او د لبنان د پوځ ترمینځ د سخت جنګ خبر ورکړ.
-
پاریس کښې د ایران سفارت د اسرائیلو جنایتونه وغندل
Oct 14, 2023 02:04ایسنا خبري اژانس راپور راکړی په فرانسې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په یوې خبرپاڼه کښې ټینګار وکړ د مقاومت ډلو خپلواکه اقدامات د صهیونیسټ رژیم د تیریو په وړاندې د یوه کړیدلي ملت لخوا جایز ځواب دی.
-
له فلسطین څخه د مسلمانو ملاتړ د ستاینې وړ دی
Oct 14, 2023 01:03زمونږ خبریال راپور راکړی د تهران د جمعې لمانځه خطیب «ایت الله سید احمد خاتمي»د فلسطین له خلکو د نړۍ په بیلابیلو سیمو کښې د مسلمانو ملاتړ او پاڅون یوه مبارکه او د ستاینې وړ ښکارنده وبلله کومه چې د اسلامي ویښتیا ورایښت دی.
-
امریکا په سیمه کښې د اوسنیو جنګونو اصلي سرچینه ده
Oct 14, 2023 00:35ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګي ریابکوف په لویدیځې اسیا سیمې کښې د امریکا د سیاستونو د غندلو په ترڅ کښې واشنګټن په سیمه کښې د اوسنیو جنګونو اصلي سرچینه وباله.
-
خبري راپور/په غزې باندې د اسرائیل د رژیم د بریدونو دوام ، جنایت د تصور له حده اوښتی
Oct 13, 2023 13:02د فلسطین د روغتیا وزارت د غزې په تړانګې او د اردن د سیند په لوېدیځه غاړې باندې باندې د اسرائیل د رژیم د دوامداره بمباریو په پایله کې د شهیدانو د شمېر د زیاتوالی خبر ورکړی چي کابو نیمایې ښځې او ماشومان دي.
-
د افغانستان په پکتیا ولایت کې د صهیونیسټي رژیم پر ضد لاریون شوی دی
Oct 12, 2023 13:17د افغانستان د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز ښار سلګونه اوسېدونکو د یوې احتجاجي غونډې په ترڅ کې پر بې ګناه فلسطینیانو باندې د صهیونیسټي ځواکونو ظلمونه وغندل. نور تفصیل زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپور کې واورئ
-
صهیونیسټي رژیم به هېڅکله آرامتیا ونه ویني
Oct 11, 2023 10:34د ایران د اسلامي شورا مشر وویل، نن سبا اسلامي او عربي نړۍ د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې سره متحد دي او دغه رژیم په عملي ډول په خپل بهرني سیاست کې له نه جبران کېدونکو زیانونو سره مخ شوی دی.
-
د الاقصی طوفان عملیاتو په اړه د روسیې او چین بېلابېل دریځونه
Oct 11, 2023 12:45د الاقصی د طوفان له عملیاتو وروسته، له صهیونیسټي رژیم سره د امریکا او د هغه د لوېدیځو ملګرو له بشپړ ملاتړ او حتی د واشنګټن له خوا دغه رژیم ته د پوځي مرستو او مهماتو له لیږلو سره سره، روسیې او چین د لوېدیځ د دوو سیالو قدرتونو په توګه، په دې برخه کې متفاوت دریځ غوره کړی او د لوېدیځ سیاستونه، په ځانګړې توګه د فلسطین د خلکو له حقونو څخه سترګې پټول، د وروستیو پېښو لامل ګڼلی دی.
-
د صهیونیسټانو د ماتې غږ د نړیوالو غوږونو ته رسېدلی دی
Oct 11, 2023 11:31د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د صهیونیسټي رژیم د نه جبرانېدونکې ناکامۍ او جنایتونو د ابعادو په څرګندولو کې د خبریالانو وژل یو خنډ ونه باله او ویې ویل: د صهیونیسټي د غاصب او جعلي رژیم دروغجن او پوشالي بنسټ تر بل هر وخت له زیاتې ماتې سره مخامخ دی او د هغوی د پوځي او استخباراتي ناکامۍ او رسوایۍ غږ د نړۍ غوږونو ته رسېدلی دی.
-
که امریکا په فلسطین کې مداخله وکړي، موږ به یې اډې په نښه کړو
Oct 11, 2023 09:43د عراق د حزب الله د کنډکونو عمومي مشر خبرداری ورکړ، که امریکا د فلسطین په نښتو کې لاسوهنه وکړي، د دغه هېواد اډې به ددغه غورځنګ د توغندیو له لوري په نښه شي.