صهیونیسټي رژیم به هېڅکله آرامتیا ونه ویني
د ایران د اسلامي شورا مشر وویل، نن سبا اسلامي او عربي نړۍ د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې سره متحد دي او دغه رژیم په عملي ډول په خپل بهرني سیاست کې له نه جبران کېدونکو زیانونو سره مخ شوی دی.
د ایسنا خبري آژآنس د خبر له مخې، د ایران د اسلامي شورا مشر«محمد باقر قالیباف» زیاته کړه:«الاقصی طوفان» د فلسطین په تاریخ کې د عطف ټکی شو او هغه زیان چې صهیونیسټي رژیم ته ورسېد، د رغېدو وړ نه دی.
د ایران د اسلامی شورا مشر وویل، صهیونیسټي رژیم په دې لټه کې وو چې د اسلامي او عربی نړۍ په هېوادونو کې په داسې ډول پر مخ ولاړ شي چې له هغوی سره اړیکي ټینګي او خپله رابطه عادي کړي، خو نن سبا ټول عرب او مسلمان ملتونه او اسلامي او عربي نړۍ له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو مخالف دي او هغه حکومتونه چې خطا یې کړې او له دغه تاوانونکي آس سره د اړیکو په موخه حرکت کړی، د خپلو ولسونو د ارادې خلاف دي .
د ایران د اسلامي شورا مشر کړه، د صهیونیسټي رژیم دروغجن باور او د دغه رژیم وسپنیز پوښښ له منځه تللی او په حقیقت کې په نیواکي سیمو کې امنیتي توهم، په یوې دایمي ویرې بدله شوې ده.