-
د پيښور د غمیزې په تړاؤ پولیسو۲۳شکن کسان نیولي دي
Feb 02, 2023 10:49په عین حال کې د خیبر پختونخواه صوبې د پولیسو انسپکټر جنرل یا آئي جي معظم جاه انصاري په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، ځان مرګی د پولیسو په جامو سره جومات ته ځان رسولی البته د ترهه ګرو نیټ ورک ته رسیدلي یوو او دځينو شیانو وضاحت ضروری دی څو شکونه ختم شي او د پولیسو کورنۍ او ماموران هم ډاډمن شي.
-
د پاکستان پوځ په دووعملیاتوکې څلور ترهه ګرهلاک کړي
Feb 01, 2023 01:47له دې سره په یووخت د پاکستان دپوځ د کورکمانډرانو ناسته هم دپوځ د مشر قوماندان جنرال عاصم منیر په مشرۍ ترسره شوي او هوډ ئې څرګند کړی چې ترهه ګرو ته به هیڅکله هم د خلکو د آرامښت د اخستو اجازت ورنکړي او د دوي په خلاف به خپلو پاکونکو عملیاتو ته دوام ورکړي.البته په پاکستان کې د وروستۍ پيښې په شان د غمیزو عاملان تر دې دمه سزا شوي نه دي.
-
د ترهه ګرۍ په باب دطالبانو په ضددتورونو دوام
Jan 31, 2023 11:28د پاکستان خیبر پختونخواه صوبې په مرکز پیښور کې په یوه جومات کې په ترهه ګرې او ځان مرګي حملې پسې د پاکستان دکورنیو چارو وزیر د افغانستان پر طالب واکوالانو غږ کړی،په دغې موضوع دې غور وکړي.