د پيښور د غمیزې په تړاؤ پولیسو۲۳شکن کسان نیولي دي
په عین حال کې د خیبر پختونخواه صوبې د پولیسو انسپکټر جنرل یا آئي جي معظم جاه انصاري په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، ځان مرګی د پولیسو په جامو سره جومات ته ځان رسولی البته د ترهه ګرو نیټ ورک ته رسیدلي یوو او دځينو شیانو وضاحت ضروری دی څو شکونه ختم شي او د پولیسو کورنۍ او ماموران هم ډاډمن شي.
د پاکستان دخیبر پختونخواه صوبې په مرکز پيښور کې د تیرې دوشنبې په ورځې د پولیس لاین په جامع جومات کې په داسې حال کې چې په سلګونو خلک دخداي په درګاه کې سربسجود وو،وحشي ځان مرګي په ځان پورې تړلي موادو په چاودولو سره کابو یو سل درې کسان شهیدان او کابو یو سل اویا نور ټپیان کړل.
فرانس پریس آژانس راپور راکړ، دپاکستان د پولیسو یوه چارواکي چې غوښتل نامه ئې ونه ښودل شي ،په پيښور کې د خداي په کور کې د وحشي ډوله چاونې سره په ارتباط کې د ۲۳ کسانو د نیولو خبر ورکړی او وئيلي ئې دي ، مسئولان له ترهه ګرو سره د ځينو پولیسو د لاس درلودلو احتمال ارزوي.
هغه ووئيل، مونږد پولیسو څو ماموران نیولي دي څو پوهه شو چې دغه چاودیدونکي مواد څرنګه دپولیسو مرکز ته واردش وي او آیا د پولیسو افسرانو خو په دغې چاودنې کې رول نه وي لوبولی ؟
هغه په عین حال کې ووئيل،ځینی نیول شوي کسان د پیښور او ځينی نور هم له افغانستان سره په پولې کې اوسیدونکي قبایلي سیمو اوسیدونکي دي.