د پاکستان پوځ په دووعملیاتوکې څلور ترهه ګرهلاک کړي
له دې سره په یووخت د پاکستان دپوځ د کورکمانډرانو ناسته هم دپوځ د مشر قوماندان جنرال عاصم منیر په مشرۍ ترسره شوي او هوډ ئې څرګند کړی چې ترهه ګرو ته به هیڅکله هم د خلکو د آرامښت د اخستو اجازت ورنکړي او د دوي په خلاف به خپلو پاکونکو عملیاتو ته دوام ورکړي.البته په پاکستان کې د وروستۍ پيښې په شان د غمیزو عاملان تر دې دمه سزا شوي نه دي.
زمونږخبریال د ډان نیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ، دپاکستان امنیتي ځواک پرون مازدیګر په خیبر پختونخواه صوبې کې د ترهه ګرۍ په ضد په دوو عملیاتو کې چې په ډيره اسماعیل شاوخوا او صوابۍ کې ئې کړي دي ،څلور ترهه ګرهلاک او یو شمیر نور هم ټپیان کړي چې ځينو ځانونه هم الوزولی دي.
په راپور کې وئيل شوي دي چې دغه عملیات په داسې حال کې شوي چې وړمه ورځ دپیښور په پولیس لاین جامع جومات کې یوه ځان مرګي د ماسپښین لمانځه په وخت چې ځان ئې د جمې لمانځه لومړني صف ته رسولی ؤ، په ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد چاودولي چې له امله ئې تر وروستیو راپورونو په اساس، د مړو شمیر یو سل دوه تنو ته رسیدلی او دغه راز څه دپاسه یو سل شپیته پکې ټپیان شوي چې په لسګونو پکې مرګي حاله راپور شوي دي .