-
ننګرهار کې د لوی اختر تر رارسېدو وړاندې زرګونو څاوریو ته د کانګو ناروغۍ ضد واکسین ورکول شول
May 18, 2026 11:35چارواکي وایي، د دې واکسینو د تطبیق موخه انسانانو ته له څارویو څخه د کانګو ناروغۍ د لیږد مخه نیول دي.
-
د تاتارستان ولسمشر ښايي نږدې راتلونکې کې کابل ته سفر وکړي
May 17, 2026 07:27د لوړو زدهکړو وزیر په مشرۍ د طالبانو لوړپوړي پلاوي د روسیې تاتارستان له ولسمشر «رستم نورګالیویچ مینیخانوف» سره په کتنه کې د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
-
افغان او روسي چارواکي د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا غږېدلي
May 17, 2026 07:24افغان پلاوي د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
-
د نجونو له حضور پرته په افغانستان کې د کانکور ازموینه پیل شوه
May 15, 2026 05:43دا افغانستان کې پنځم پرلپسې کال دی چې د کانګور ازموینه د نجونو له حضور پرته ترسره کېږي. طالبانو په دغه هیواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو په زده کړو بندیز لګولی دی.
-
اروپايي ټولنې په افغانستان کې پر نجونو او ښځو د لګول شویو محدودیتونو د لیرې کیدو پر اړتیا ټینګار وکړ
May 15, 2026 05:36په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ یوځل بیا پر نجونو او ښځوباندې د لګول شویو محدودیتونو دلیرې کیدو پراړتیا ټینګار کوي.
-
روسیه: امریکا او متحدین یې باید د افغانستان د بیارغونې مسئولیت پر غاړه واخلي
May 15, 2026 05:18د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو ویلي، امریکا او متحدین یې باید له جګړې وروسته د افغانستان د بیارغونې بشپړ مسئولیت پر غاړه واخلي او ټینګار یې کړی چې له کابل سره د همکاریو پراختیا او د افغانستان په اړه د شانګهای همکاریو سازمان د تماس ډلې د فعالیت بیا پیل، د سیمې د امنیت او اقتصادي پرمختګ لپاره اړین دي.
-
ننګرهار کې به په نږدې راتلونکې کې د ایران او افغانستان د اقتصادي چارو کارپوهانو ګډه ناسته ترسره شي
May 15, 2026 05:01په جلال اباد کې د ایران د اسلامي جمهوریت سرقنسول مجید رضا پناه د ننګرهار ولایت اقتصاد رئیس مولوي جان محمد حامد سره په ګډه ناسته کې وویل، په پام کې ده چې په نږدې راتلونکې کې د ایران د جنوبي خراسان ولایت د اقتصادي چارو کارپوهانو او متخصصینو یوه ستره ډله به ننګرهار ولایت ته سفر وکړي او د ختیځو ولایتونو له سوداګرو او اقتصادي چارو له کارپوهانو سره ګډه ناسته ترسره کړي.
-
د افغانستان او ايران ترمنځ د برېښنا انرژۍ د ګډو همکاريو پر پراختيا ټينګار وشو
May 15, 2026 04:51د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د دغه شرکت عمومي اجرائيوي رئيس ملا عبدالحق همکار په کابل کې د ايران له سفير عليرضا بيکدلي سره کتلي او د برېښنا انرژۍ، پانګونې او د ګډو همکاريو د پراختيا په اړه يې خبرې کړې دي.
-
افغانستان او چین د سیمهییزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
May 12, 2026 15:03افغانستان هڅه کوي له سیمهییزو هېوادونو، په ځانګړي ډول چین سره خپلې اقتصادي او سیاسي اړیکې لا پراخې کړي.
-
یونیسف: روان کال کې به نږدې ۲۲ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري
May 12, 2026 12:15د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې په افغانستان کې به په روان ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان، چې د هېواد نږدې ۴۵ سلنه نفوس جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا ولري.