افغانستان او چین د سیمه‌ییزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i172780-افغانستان_او_چین_د_سیمه_ییزو_همکاریو_پر_پراختیا_ټینګار_وکړ
افغانستان هڅه کوي له سیمه‌ییزو هېوادونو، په ځانګړي ډول چین سره خپلې اقتصادي او سیاسي اړیکې لا پراخې کړي.
(last modified 2026-05-12T10:38:50+00:00 )
May 12, 2026 15:03 Asia/Kabul
  • افغانستان او چین د سیمه‌ییزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

افغانستان هڅه کوي له سیمه‌ییزو هېوادونو، په ځانګړي ډول چین سره خپلې اقتصادي او سیاسي اړیکې لا پراخې کړي.

په همدې لړ کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیر خان متقي، په کابل کې د چین د ولسي جمهوریت له ځانګړي استازي یو شیاوینګ سره کتلي، چې پکې د دوه‌اړخیزو همکاریو، سیمه‌ییز ثبات او د ارومچي د خبرو د بهیر پر راتلونکو پړاوونو خبرې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس حافظ ضیاء احمد تکل وایي، په دغه لیدنه کې د چین ځانګړي استازي په ارومچي کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو د بهیر پر دوام او اغېزمنتیا ټینګار کړی او دا یې د سیمه‌ییز ثبات او همغږۍ لپاره یو مهم چوکاټ بللی دی.

د نوموړي په وینا، د دې بهیر راتلونکی پړاو باید له روښانه تمرکز سره عملي پایلو ته زمینه برابره کړي، او په همدې موخه یې د جدي تعامل، باور جوړونې او تفاهم پر اهمیت ټینګار کړی دی.

بلخوا، د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي ویلي، د سیمې ثبات، توازن، اقتصادي همکاري او د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې د افغانستان د بهرني سیاست اساسي محورونه جوړوي.

هغه ټینګار کړی چې د خبرو د بهیر بریالیتوب د واقعي اقداماتو، د باور فضا د پیاوړتیا او د کړکېچ د کچې د ټیټ ساتلو پورې تړلی دی، او طالبان په دې برخو کې د پام وړ ګامونه اخیستي دي.

په دې ناسته کې همداراز ټینګار شوی چې راتلونکی پړاو باید د روښانه، عملي او پایله‌محورې اجنډا پر بنسټ پرمخ ولاړ شي، څو د سیمې د هېوادونو ترمنځ دوامدار ثبات او همکاري لا پیاوړې شي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکی سيال وردک وایي، د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو پراختیا کولای شي د سیمې په اقتصادي او امنیتي تعاملاتو کې مهم بدلونونه رامنځته کړي.

هغه زیاتوي، چین هڅه کوي د سیمې د اقتصادي دهلېزونو، سوداګرۍ او ترانزیټي پروژو له لارې له افغانستان سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي، او دا چاره کولای شي د افغانستان لپاره اقتصادي فرصتونه هم رامنځته کړي.

د چین او طالبانو ترمنځ د ارومچي د خبرو د بهیر پر دوام او عملي پایلو ټینګار داسې مهال کېږي، چې افغانستان هڅه کوي له سیمه‌ییزو هېوادونو سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې لا پراخې کړي.