-
خوست کې د اورلګېدنې له امله ۳۰۰ څاروي سوځېدلي
Feb 07, 2026 09:29د خوست ولایت د باک ولسوالۍ اړوند د توطاک په سیمه کې د اورلګېدنې له امله شاوخوا ۳۰۰ څاروي سوځېدلي او ګڼ شمېر نور تلف شوي دي.
-
خلیلزاد: افغان طالبان باید امریکایي بندیان خوشي کړي
Feb 07, 2026 09:18د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې د امریکا او افغان طالبانو ترمنځ په اړیکو کې د پرمختګ مخه د بندیانو د خوشي کیدو مسالې ډب کړې ده.
-
په افغانستان کې سږکال څه باندې ۱۵۸ زره متریک ټنه مالوچ ترلاسه شوي
Feb 07, 2026 09:08د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي چې، روان کال په ټول هېواد کې له څه باندې ۱۰۴ زره هکټاره ځمکې څخه ۱۵۸ زره او ۲۰۵ متریک ټنه مالوچ ترلاسه شوي.
-
اروپايي ټولنه د هغو افغانانو د ایستلو پلان عملي کوي چې نه دي منل شوي
Feb 07, 2026 08:58اروپايي ټولنې ویلي، چې د هغو افغان وګړو د بېرته ستنولو پلان عملي کوي چې په غړو هېوادونو کې یې د استوګنې قانوني حق نه دی ترلاسه کړی.
-
پاکستان د افغانستان له لارې له قزاقستان سره د سوداګرۍ موافقه لاسلیک کړه
Feb 06, 2026 02:34پاکستان له قزاقستان سره د افغانستان له لارې د سوداګرۍ د پراختیا په باب موافقه لاسلیک کړه.
-
په بیجینګ کې افغان سفیر له چینايي چارواکو سره د واخان سړک په اړه خبرې کړي
Feb 06, 2026 02:31د طالبانو حکومت په واخان کې د چین تر پولې د سړک جوړولو چارو ته د دوام ورکولو ترڅنګ هڅه کوي چې چینايي چارواکو ته هم قناعت ورکړي چې له خپل لوري د دې سړک چارې پرمخ یوسي.
-
په افغانستان کې نږدې ۵ میلیونه کسان په تنفسي ناروغۍ اخته شوي
Feb 06, 2026 02:23په افغانستان کې د تنفسي ناروغانو شمېر زیات شوی دی. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دې ناروغانو شمېرې د تېرو درېو میاشتو په ترڅ کې نژدې پنځه میلیونه یادوي.
-
په خوست کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله درې ښځې مړې شوې دي
Feb 06, 2026 02:09په خوست کې ځايي سرچینو ویلي چې په دغه ولایت کې د ګاز ډبې د چاودنې په پایله کې درې ښځې مړې شوې او یو ځوان ټپي شوی دی.
-
یوناما: افغانستان کې د جګړې د ناچادو توکو ډېری قربانیان ماشومان دي
Feb 04, 2026 03:53په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت دفتر (یوناما) ویلي چې ماشومان د جګړې له پاتې شونو د چاودنو له امله تر ټولو زیات زیانمن کېږي او د ټولو تلفاتو شاوخوا ۸۰سلنه جوړوي.
-
د دهلېزونو خبرونه| د طبیعي ګازو او قیرو د ټرانزیټ پر سر د ارمنستان او د اذربایجان جمهوریت هوکړه
Feb 03, 2026 13:53پارسټوډې - ارمنستان او د اذربایجان جمهوریت پر دې هوکړې ته سره رسېدلي چې مایع طبیعي ګاز (LNG) او طبیعي قیر د اذربایجان د خاورې له لارې ولېږدول شي.