نورستان کې تېرکال شاوخوا ۳۰۰ رغنیزې پروژې پلې شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i171822-نورستان_کې_تېرکال_شاوخوا_۳۰۰_رغنیزې_پروژې_پلې_شوي_دي
چارواکي وایي، دا پروژې د حکومت او مرستندویه ادارو په مالي لګښت بشپړې شوي دي.
(last modified 2026-03-30T20:01:16+00:00 )
Mar 31, 2026 00:25 Asia/Kabul
  • نورستان کې تېرکال شاوخوا ۳۰۰ رغنیزې پروژې پلې شوي دي

چارواکي وایي، دا پروژې د حکومت او مرستندویه ادارو په مالي لګښت بشپړې شوي دي.

د نورستان د والي ویاند  فریدون صمیم وایي، په تېر۱۴۰۴ لمریز کال کې په دې ولایت  نږدې ۳۰۰ رغنیزې او پراختیایي پروژې پلې شوي، چې پرې د حکومت له بودجې کابو یو نیم میلیارد افغانۍ او د مرستندویه ادارو له لورې ۳۶میلیونه ډالر لګول شوي دي.

د نورستان د والي ویاند وویل ، دا پروژې، چې د روغتیا، کلیو او پراختیا او بیارغونې، معارف او نورو سکټورونو کې دي د نورستان په مرکز پارون او بېلابېلو ولسوالیو کې پلې شويدي.

نورستانیان د دې پروژو د پلې کېدو له امله خوشحاله دي، خو له حکومت او مرستندویه ادارو غواړي، چې په نوي کال کې دې لرې پراته ولایت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

په نورستان ولایت کې د تېر کال د پلې شویو پروژو له ډلې یوه هم  دغه ولایت ته د غزېدلي واټ بیارغونه ده ،چې چارې یې تېر کال پیل او په چټکۍ سره روانې دي.

ځایي چارواکي او د نورستان ولایت اوسېدونکي وایي، د دې سړک په جوړیدو سره به نه یوازې دا چې د نورستانیانو ستونزې هوارې شي بلکې نورستان ته به د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو په ورتګ کې هم پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.