د طالبانو په مشر قاتلانه حمله ناکامه شوه
د طالبانو ویاند ویلي چې د پاکستان د جنګي الوتکو له خوا د دې ډلې د مشرتابه په مرکز باندې حمله له ماتې سره مخامخ شوې ده.
پارس ټوډی د فارس خبري آژانس په حواله لیکلي، تیره شپه د پاکستان جنګي جټونو د طالبانو د مشر د ځانګړو ساتونکو ځواکونو د مرکز په شمول په قندهار کښې څو سیمې، یو د پوځي روزنې مرکز او همداشان یو د نشه ایزو موادو د پریښودو مرکز په هوايي حملو سره په نښه کړل. د ځايي سرچینو او د پاکستاني رسنیو د رپورټ له مخې، دغه حملې د تهران په وخت د شپې په ۱۰ بجې وشوې.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې پاکستاني رسنیو د نشه ایزو موادو د پریښودو په مرکز کښې په یو دیوال او یو پخواني کانټینر باندې حمله وکړه چې څوک په کښې نه دي مړه شوي. همداشنا ځینو سرچینو ویلي چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په ځاې کښې نه و او زیان ورته نه دی رسیدلی.
طالبانو ټینګار کړی چې د افغانستان چارواکي به دغه غلیمانه اقدام ته ځواب ورکړي، حال دا چې تراوسه د طالبانو یا د پاکستاني چارواکو له خوا بل هیڅ رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.