د کډوالو د ایستلو لپاره له طالبانو سره د اروپا پټه مذاکره
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i172410-د_کډوالو_د_ایستلو_لپاره_له_طالبانو_سره_د_اروپا_پټه_مذاکره
اروپايي کمیشن په رسمیت د هر ډول پيژندنې په ردولو سره د افغان کډوالو د ستنولو په لړ کښې د غږملتیا لپاره له طالبانو سره د محدودو تخنیکي اړیکو خبر ورکړ. 
(last modified 2026-04-30T07:41:12+00:00 )
Apr 30, 2026 12:08 Asia/Kabul
  • د کډوالو د ایستلو لپاره له طالبانو سره د اروپا پټه مذاکره

اروپايي کمیشن په رسمیت د هر ډول پيژندنې په ردولو سره د افغان کډوالو د ستنولو په لړ کښې د غږملتیا لپاره له طالبانو سره د محدودو تخنیکي اړیکو خبر ورکړ. 

اروپايي کمیشن ویلي چې افغانستان ته د ناقانونه کډوالو د ستنولو لپاره یې له طالبانو سره فني تماسونه ټینګ کړي دي. 
اروپايي هیوادونو افغانستان ته د طالبانو له ستنیدو وروسته په کابل کښې خپلې سفارتخانې بندې کړې او زیاترو قطر ته منتقلې کړې. 
افغان کډوال په داسې حال کښې ایستل کیږي چې ځینو هیوادونو په احتیاط سره، له طالبانو سره د تعامل د حقوقي او سیاسي پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی. 
اروپايي کمیشن ټینګار لري چې دغه تماسونه یوازې لاجسټکي اړخ لري او د کډوالو د منلو یا ردولو وروستۍ فیصله د غړو حکومتونو په غاړه ده، بې له دې چې د امارت نړیوال مقام په رسمیت وپیژندی شي.