د کابل او تاشکند ترمنځ ستر سوداګریز تفاهم ليکونه لاسليک شول
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د څه باندې نیم میلیارد ډالرو په ارزښت سوداګریز تفاهملیکونه لاسلیک شول.
دافغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، دغه تفاهملیکونه چې ارزښت یې ۵۱۴ اعشاریه ۸۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ په بېلابېلو برخو کې لاسلیک شوي دي.
د چارواکو په وینا، په دې تفاهملیکونو کې په افغانستان کې د چرګانو د تولید فابریکو جوړول، د سمنټو او ډبرو سکرو واردات او صادرات، د لوبیا، ماشو، وچو مېوو او سبزیجاتو صادرات، د غوړیو، پټرولو تېلو، قیر، مسو او نورو خوراکي توکو واردات، د غیرالکولي مشروباتو صادرات، ورزشي خدمات او د هګۍ اچوونکو چرګانو تولید شامل دي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، ازبک پانګهوال دې په افغانستان کې له شته فرصتونو څخه ګټه واخلي او په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
بلخوا، د ازبکستان د نمنګان ولایت والي شوکت عبدالرزاقوف په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی افغانستان ته راغلی، چې هدف یې د سوداګرۍ پراختیا او د پانګونې فرصتونو ارزونه بلل شوې ده.
ټاکل شوې ده، دغه پلاوی به بلخ ولایت ته هم سفر وکړي او هلته به د ازبکستان د تولیداتو یو نندارتون پرانیزي.