-
بهرنیان په ایران کې یولک ډالري پانګونې سره پنځه کلن اقامت اخستلی شي
Oct 31, 2022 04:03د ایران کورنیو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه،تریوې میاشتې پورې هغو بهرنیو ښاریزو لپاره،چې د یو لک ډالرو برابره نور اسعار داوږدمهاله پانګونې یا په هماغه اندازه په ایرن کې پانګونې وکړي،د هیواد داقتصادی چارو د وزارت له تائيد اواعلانه وروسته ورته د پنځه کلن اقامت او پاتیکیدا مجوز صادر کړي .
-
تاجران اوپانګوال دې د افغانستان دپرمختګ لپاره بیرته خپل هیوادته وګرځي
Oct 31, 2022 03:59نور الدین عزیزي ووئیل،هڅې شوي دي څو هغه افغان پانګوال چې خپل میلیارډونو ډالري پانګه ئې په متحده عربی اماراتو،ترکیې ،ایران،پاکستان او د سیمې نورو هیوادونو ته منتقله کړې ده،بیرته دې افغانستان ته ستنه اوپانګونې دې وکړي.
-
عربی اتحادیه دې د سورئې،لیبیا او یمن بحرانونوحل لاره ولټوي
Oct 31, 2022 03:56سوریه په ۲۰۱۱کال کې د عربستان،امریکااو دهغې دمتحدانو له بشبړ ملاتړه برخمنو ترهه ګرو ډلو له یرغلونو سره او دغه راز یمن په ۲۰۱۵کال کې د عربستان په مشرۍ تر دې دمه د سعودي ائیتلاف له بې آمانه حملو سره مخامخ شوی دی او ددغو دواړو هیوادونو مظلوم ولسونه ئې کډوالۍ ،بې وځلۍ او لوږې او تندې سره لاس اوګریوان کړي دي او دلکونو خلکو وینه ئې بهولې ده.
-
ایران د سیمې د اختلافاتو سمه حل لاره په سیمه یزمیکانزم کې ویني
Oct 31, 2022 01:52اسلامی ایران په قفقاز کې د اختلاف سمه حل لاره چاره د ۳+۳ ډلې په غونډې او په سیمه ایز میکانزم کې لټوي و تل به د آذربایجان جمهوریت او ارمنستان ترمینځ دمشکل دحل لپاره خپلو هلوځلو ته دوام ورکړي.
-
د داعش جنایتکار اقدامات او په راپنځولو کې ئې دد امریکاپه مشرۍ د نړیوال استکبار رول
Oct 30, 2022 11:19د اکتوبر دمیاشتې په شپږویشتمه نیټه ماښام یوه جنایتکار وسلوال، دایران په شیراز کې د حضرت احمد بن موسی شاهچراغ حرم ته په داخلیدو سره پر لمونځ ګوزارو او زیارتوالو ړندې ډزې وکړې ،چې په نتیجې کې ئې پنځلس کسان شهیدان او کابو ۲۶نور ټپیان شول او په سبا ددغه وحشي ډوله اقدام پړه هم داعش تکفیری ډلې په غاړه واخسته.
-
په سعودي عربستان هیواد کښې د محمد بن سلمان اصلاحات؛دروغ او جعلي :-
Oct 30, 2022 12:14په امریکا کښې د سعودي عربستان سفیرې ریما بنت بندر ال سعود له سي این این ټیلي ويژن سره په مرکه کښې ویلي وو په عربستان کښې اصلاحات حقیقي دي او دغه هیواد په تیرو پینځو کلونو کښې داسې اقدامات ترسره کړي دي چې په تیرو اتیاو کلونو کښې یې نه وو کړي.
-
له عربستان سره خبرې د جنګ د بندیدا په هکله دي
Oct 30, 2022 11:29اسپوتنیک خبري اژانس وايي د یمن د ملي ژغورنې د حکومت غړي وویل له سعودي عربستان سره خبرې د جنګ د بندیدا د کلابندۍ د ختمیدا او د یمن د بیارغونې په هکله دي.
-
د افغانستان د شل کلن نیواک پایلې
Oct 30, 2022 09:27د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والوپه دې شیبو کې د افغانستان د شل کلن نیواک د پایلو نومې لړۍ له ننني شپاړم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه مطلب کې پر پاکستان د افغانستان د شل کلن نیواک د اغیزو په باب درسره غږیږو،نو هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي.
-
د ایران ولس پخپل ولولناک شتون سره تل د امریکا سپکاوی کړی دی
Oct 29, 2022 12:04د اسلامی انقلاب دسپاه پاسداران عمومی قوماندان ټینګار وکړ،ولس پخپل ولولناک شتون سره تل امریکا سپکه کړې او په کرتو ئې ثابته کړې ده چې دحضرت امام خمینی په فرمان سره؛ امریکا هیڅ نشي کولی.
-
د شیراز په لکونو خلکو دشاهچراغ د شهیدانو دجنازودستورې په پرتم سره ترسره شوې
Oct 29, 2022 08:06د شهیدانو جنازې به په شاهچراغ کې له دستورو وروسته دحضرت امام رضا علیه السلام دحرم د زیارت لپاره مشهد ته منتقلې شي او په امام رضا حرم کې به له ماښام او ماسخوتن لمانځه وروسته ئې جنازه وشي او له هماغه ځایه به د ابدي کور په لور یوړل شي.