پر پاکستان د افغانستان د شل کلن نیواک اغیزې
د افغانستان د شل کلن نیواک پایلې
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والوپه دې شیبو کې د افغانستان د شل کلن نیواک د پایلو نومې لړۍ له ننني شپاړم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه مطلب کې پر پاکستان د افغانستان د شل کلن نیواک د اغیزو په باب درسره غږیږو،نو هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي.
دوستانو د امریکا او ناټو دیوه نزدې متحد په توګه پاکستان،په تیرو څلورو لسیزو کې په تیره بیا په افغانستان کې د شوروي د سرۀپوځ له دخالت (۱۹۷۹-۱۹۸۹)وروسته او د امریکا د هغه وخت د سیال شوروي لپاره د افغانستان په ویّتنام کولو کې د برژینسکي د سټراټژۍ په اساس،د افغانستان په پيښو کې ډیر مهم رول لوبولی دی.پاکستان د پښتون قوم د یوې برخې د اوسیدو په سبب چې د افغانستان له پښتنو سره نزدې پیوندونه او خپلوئ لري او همداراز د مذهب له عامل څخه په استفادې او د افراط پالنې په پیاوړتیا سره د یوه اسلامی او سني مذهبه هیواد په توګه هڅه کوي،د افغانستان په پيښو کې اغیزشیندونکی شي.
د ستمبر د یولسمې له پيښو وروسته او په ترهه ګرو پيښو کې ددغه هیواد د ګډون او په پاکستان د ترهه ګرۍ ضد ائيتلاف دځواک د حملې د احتمال په باب د پاکستان په ضد دتورونو په مطرح کیدا پسې،دغه هیوادد امریکا په رهبرۍ دترهه ګرۍ په ضد په مبارزې کې د ګډون فیصله وکړه.
په حقیقت کې پاکستان د واشنګټن – اسلام اباد په اړیکو کې د ګټه کولو په لوبې فکر کوۀ او د اسلام اباد د ټولنې د ځينو له نظره،که د طالبانو په باب ئې پخپل نظر بیا کتنه نه کولئ، نو ممکنه وه،په لوبې کې ئې له صفر سره ضرب خوړۀچې نتیجه ئې د پاکستان پریکنده ناکامي وه.
د امریکا دحکومت لپاره په بشپړډول مشخصه وه چې د پاکستان له ملګرتیا پرته په افغانستان کې د ترهه ګرو په ضد هرډول عملیات تقریبا بې نتیجې پاتیکیږي؛ ددغه مهم علت دا ؤ چې ددغه هیواد مذهبی سرزورو یا افراط پالو مذهبی مدرسې د افراطي تفکراتو په روزنې کې مهم رول دلودلی او د طالبانو ریښه هم باید په همدغو مذهبی مدرسو کې ولټول شي.د امریکا د بروکینګز تینک ټینک په څير د فکر د کوټو له نظره،د پاکستان قبایلی سیمې د افراطي ځواک او ترهه ګرو د امن ځاي او بهشت په معنا حسابیږي،ددغه هیواد په خاورې کې ډیری ترهه ګرې ډلې ټپلې او افراطي تنظیمونو له طالبانو ډلې او القاعدې چینل سره نزدې اړیکې درلودې او د ترهه ګرو د روزنې اوټرینینګ په مرکزونو بدلې شوي دي او بلاخره دا چې پاکستان له طالبانو سره ارتباط لري. له دغه شان اړیکو او پيچلتیاؤ سره سره وه چې پاکستان دترهه ګرۍ په ضد د جنګ لپاره د امریکا په سټراټژۍ کې ډير زیات اهمیّت وموند.
له افغانستانه د امریکا او ناټو په وتلو سره،پاکستان به د طالبانو د یوه اصلی او بنسټ کیښودونکي په توګه،د سیمې دهیوادونو په ډلې کې د یوه اصلي لوبغاړي په توګه او دیوه قدرتمند په بڼه ظاهر شي.په بله معنا،له افغانستانه د متحده ایالاتو په وتلو سره،په وچې کې کلابند افغانستان ته د پاکستان نزدې والی او پر طالبانو د اسلام اباد دنفوذ اندازې،پاکستان د نړیوالې ټولنې او د طالبانو د رژيم ترمینځ په ترټولو مهم ډيپلوماټیک مجری او اجرا کونکي په توګه مطرح کیږي.
په سیمې کې د امریکا دمهم متحد په توګه دپاکستان حکومت چې په وروستیو کلونو کې ئې د یوه کمربند او یوې لارې (ون روډ ون بیلټ) په نامې سر د وریښمو دنوي لارې د پروژې په زمینې کې د چین له حکومت سره ډيرې مهمې ملګرتیاوې کړي دي او په دوه سوه شل میلیوني جمعیّت او په ایټمی وسلو درلودلو سره،په افغانستان کې یو مهم لوبغاړی دی.د پاکستان او هندوستان په تیره بیا دکشمیر په سر پخوانيو اختلافاتو او ډغرو او دغه راز په وروستیو څو کلونو کې د وریښمو دنوي لارې په پراختیا کې له چین سره ددغه یهواد نزدو پیوندونو او دچین او امریکاجیو پولیټيک او اقتصادي چیلنجونو او ورسرهدهندوستان دحکومت او ددغو دوو حکومتونو له خوا پاکستان ته خاص توجه ته په پام سره،د افغانستان پيښې او دهغو راتلونکی،په دغې پیچلي لوبې کې د پآکستان د حکومت لپاره یو مهم کارډ دی. په دې لړ کې د پاکستان سیاسی او پوځي او امنیتی ډلې ټپلې هم هڅه کوي له پښتنو او طالبانو ډلې سره له نزدو اړیکو څخه په استفادې سره د افغانستان له نوو بدلونونو څخه ډیر تر ډیره استفاده وکړي.
د پاکستان د وخت لومړي و زیر عمران خان د ۲۰۲۱کال په اګست کې په افغانستان کې قدرت ته دطالبانو دبیرته ستنیدا هرکلی وکړ او په یولړ څرګندونو کې ئې ووئيل چې افغانانو د مریَتوب زنځیرونه شلولي دي:د کابینې څو وزیرانو او د پاکستان پوځ له لوړروتبه قوماندانانو سره د نزدو او ریټایرډ شوو جنرالانو او اسلام پالو افراطي ګوندونو او ډلو ټپلو په ډاګه د اسلامی نړۍ لپاره د یوې سترې کامیابۍ په توګه په افغانستان کې د طالبانو د بریالیتوب هرکلی وکړ.د پاکستان مشران په دې اند د ي چې د طالبانو حکومت،په افغانستان کې د اسلام اباد د نفوذ اړم او قدرت زیاتوي او په کابل کې د هند نفوذ،چې د دوي په اعتقاد د حامد کرزي او اشرف غني دحکومتونو په پړاؤ کې د پاکستان په تاوان زیات شوی وو ،له مینځه وړي.
د لویدیځي آسیا او هند براعظمګي د چارو یو کارپوه پیر محمدملازهي په دې اند دی چې په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو ډير زیات پرمختګونه د پاکستان د امنیتی ادارو په وسیله پلان شوي دي. په نویمې میلادي لسیزې کې د طالبانو له عملیاتو سره په ۲۰۲۱کال کې د دوي دعملیاتو او چټک پرمختګ ورته والی درلود. په هغه وخت کې پاکستان علنا د طالبانو لپاره پلانونه کوله.څه شک نشته طالبان په هره اندازه چې په کابل کې قدرت ترلاسه کړي،د پاکستان په ګټه به وي او دهندوستان په تاوان به تمام شي.ځکه هندوستان په افغانستان کې ښه موقعیّت درلود،یولړ پلانونه او پروژې ېئ عملی کړي،د سړکونو،ډیمونو او د ودانیو په جوړولو کې او دافغانستان لپاره بیخ بینائي کارونه ترسره کړي دي او که د پاکستان او هندوستان اړیکې هم په نظر کې ونیسو،نو په قدرت کې دطالبانو په شتون سره،هندوستان نوره خپل ځائیګی نشي ساتلی او ددغه جنګ بریالي به پاکستانیان وي .
په بله معنا،په افغانستان کې د طالبانو د قدرت په زیاتیدا سره ددغې د ملاتړي او مخکیني متحد په توګه د پاکستان د حکومت موقعیّت، د کشمیر په سر د هند او پاکستان د اختلافاتو د زمینې په شمول د هندوستان په وړاندې پیاوړی کیږي او له افغانستان سره د لاښو سټراټژيکو مناسباتو د ټینګیدا لپاره او د افغانستان له مځکنیو لارو څخه له مینځۍ آسیا سیمې سره د ارتباط دټيګیدا لپاره د هندوستان هلې ځلې جدي تاوان مومي.
باید په نظر کې ونیول شي پاکستان په سلو کې سل د طالبانو ملاتړی دی،خو د اسلامی امارت له بیرته ستنیدا سره په سلو کې سل دلچسپي هم نه لری.دغه موضوع په افغانستان او پاکستان کې په تیره بیا د ډيورینډ کرښې د دواړو خواؤ په ټاټوبو کې د پیچلو سیاسی او اجتماعي وضعیَت سره ارتباط لري.د پاکستان سټراټژيسټ متوجه دي چې په افغانستان کې د امریکا له ماتې او ددوي له وتلو وروسته که طالبان درست افغانستان ونیسي،نو هغه مهال به د طالبانو پیزواني کول سخت او ګران کار شي.د اسلام اباد دحکومتي چارواکو له نظره،په دغه شان مفروضي شرائطو او حالاتو کې،طالبان د پښتون افراطي او وسلوالې ډلې په توګه به،په بشپړډول د پاکستان تبعیّت ونه کړي.
له یوه بل پلوه که نظر وکړو،د افغانستان دشمال د جبهې قدرتمنیدا او د طالبانو د ناکامۍ په بڼه کې به د ډيورینډ کرښې شخړه او په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو او بحران جوړونې څخه د غچ اخستو موضوع بیرته ژوندئ شي.په دغه توپیر سره،چې طالبانو ډله،د هند په وړاندې دپاکستان ملاتړې ده.ددې په اپوټه دشمال جبهه له سیاسي پلوه دهندوستان له حکومت سره ګروهنه لری.همداراز په افغانستان کې د طالبانو حکومت،د پاکستان په داخل کې وسلوالې او افراطي ډلې پیاوړي کولی شي.اسلام اباد باید په تیره بیا د تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي)افراطي او وسلواله ډلې،نورو هغو فرقه پالو او افراطي ډلوټپلو په باب چې د افغانستان دپولې په اوږدو کې له خپلو حدودو څخه د پاکستان د حکومت دنسکورولو نیّت لري، هوښیار او ځير ووسي.تحریک طالبان پاکستان یا هماغه ټي ټي پي ډلې په پاکستان کې د چین د ګټو او عمومی ځایونو او ولس په ضدډيرې ترهه ګرې حملې کړي دي.د اسلام اباد له نظره، دپاکستان طالبان(ټي ټي پي) د افغانستان له طالبانو سره آئيډیالوژيکې او عملیاتي اړیکې لري،خو مشخصه نه ده چې افغان طالبان به دتحریک طالبان پاکستان افراطي ډلې د پیزواني کولو لپاره د تکیې وړ ژمنتیا وړاندې کړي او په کومه اندازه ئې اجرا کولی شي.
د تهران د پشتو خپرونې خوږو مینه والو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ نو له دې مخکې چې په نیاؤمن خدای مو وسپارو ،باید ووایو چې د تهران ریډیو د انټرنیټي پاڼې درک PARSTODAY.COM/PS هم درسره نوټ کړئ او تاسو په دغه انټرنیټي درک بانډې وروستي سیمه ایز او نړیوالخبرونه، تبصرې،راپورونه،مرکې،تحلیلونه،مختلف ټولنیز،اقتصادي ،سیاسی، مذهبی،روغتیائی او سپورټي مطلبونه هم آوریدلی او کتلی شئ، او همداراز د تاسو په خپلو خطونو، پیغامونو ،شعرونو،ښو ښولیکنو او غږیزو پیغامونو هرکله راشه پروګرام هم آوریدلی شئ. ښه ژوند درته غواړو ،د خپلې او دکورنۍ د سلامیتا خیال ساتئ او خوښ ژوند تیروئ ، سرلوړي ووسئ.
(سیماب)
***********************************************