-
ایران د IAEA له پلټونکو سره ښه ملګرتیا کوي
Oct 26, 2020 04:17دایټمي انرژۍ د نړیوال آژآنس مشر پخپل تر ټولو وروستی راپور کې چې دستمبر په دریمه نیټه د واکمنې شورا غړو ته ورکړل شوی ، تائيد کړې ده چې دایران د پخو شوو یورانیمو د زیرمه کولو اندازه زیاته شوې ده .
-
د نړۍموحّدان دې دفرانسې دسرغنو بې شرمه دښمني محکومه کړي
Oct 26, 2020 04:04د فرانسې د حکومت دوه ګوڼه سټنډرډونه لامل شوي ، په دغه هیواد کې په تعلیمي نظام کې دد ین ضده او دغه مشرکانه تفکر هم نفوذ وکړی او تبلیغ ئې زیات شوی دی .
-
د انتخاباتو په درشل کې په امریکا کې دوسلو پيرپلور تروحشتناک حده رسیدلی
Oct 26, 2020 03:09دغه راپور په داسې شرائطو کې خپریږي، چې برلاسه تفکر لرونکوسپین پوستو او توکمپالو ډلو په پراخ ډول ځانونه په ډول ډول وسلو سنبال کړي دي او په دوي کې زیاتره ډلې ټپلې د ډونالډټرمپ پلویان دي او خبرداری ئې ورکړی دی ،چې که په انتخاباتو کې ماته وخوري ، نو دنتیجو په نه منلو سره به د عمل ډګر ته ودانګي .
-
ګلبدین حکمتیار د پرَدیو په اشارو غږیږي
Oct 26, 2020 01:53د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ ویندوي صدیق صدیقي هم په دغه هیواد کې د موقته حکومت د جوړیدا په باب دحکمتیار دڅرګندونو په غبرګون کې وئيلي دي ، هغه په وروستیو کلونو کې له حکومتونو سره له مخالفتونو او له دغه شان څرګندونو پرته ، دافغانستان د ملت لپاره بل هیڅ پیغام نه دی درلودلی .
-
طالبان هماغه رازد القاعدې ترهه ګروسره اړیکې لري
Oct 26, 2020 01:26اشرف غني ټينګار کړی ،طالبان باید عملاً د افغانستان خلکو، حکومت او نړیوالو ته دا ثابته کړي چې د القاعدې پشمول له درستو ترهه ګرو ډلو ټپلو سره اړیکې پرې کوي، له جګړو او تاوتریخوالي لاس اخلي او د دایمي اوربند په منلو سره په هېواد کې د تلپاتې او باعزته سولې د تامین زمینه برابروي .
-
سوډان له تل ابیب سره داړیکو لپاره دد ښمن وړیا خدمت کوي
Oct 26, 2020 04:00له اسرائيلي جنایتکار رژيم سره داړیکو دعادي کولو لپاره د عربو رژيمونو هڅه په داسې حال کې ده چې صهیونیسټي وحشي رژيم کلونه کلونه کیږي ، د فلسطینیانو په سختو ځپلو سربیره ، د اسلامی عربی ټاټوبو ډيری سیمې ئې هم نیولي او په یهودیّت ئې د بدلولو په هڅو کې دي
-
د امام حسن عسکري(ع)د شهادت دکلیزې په مناسبت تسلیت ومنئ
Oct 25, 2020 11:06دتهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو او پتمنو انسانانو په تیره بیا خپلو ګرانو اوریدونکو ته د دغه معصوم امام د شهادت په مناسبت تسلیت وائي .
-
په ایران کې په کرونا نورکابو۶ زره ککړکسان وپيژندل شول
Oct 25, 2020 13:04په درستې نړۍ کې تر دې دمه په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر څه دپاسه درې څلویښت میلیون تنو ته رسیدلی چې له دوي کابو یو میلیون یو لک پنځه پنځوس زره کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز په درملنې پسې هم څه دپاسه یو دیرش میلیون کسان ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
-
دافغانستان د بحران یوازینی حل دموقتي حکومت جوړول دي
Oct 25, 2020 12:22ګلبدین حکمتیار څو ورځې مخکې پاکستان ته په سفر تللی ؤ او ددغه هیواد له لوړپوړو سیاسی اوپوځي چارواکو سره ئې لیده کاته کړي ؤ چې البته پاکستان ته د حزب اسلامی د حکمتیار ډلې دمشر دغه سفر په افغانانو کې یو لړ غبرګونونه هم درلودلي وو .
-
له اسرائيلوسره سازباز امریکائي ولسمشرته د آل سعود ډالۍده
Oct 25, 2020 12:04دوه ورځې مخکې سوډان هم دې ته اړ شوی څو له وحشي صهونیسټي رژيم سره دځینو دباؤنو له امله د اړیکو د عادي کیدا موافقه ومني چې ددغه هیواد په داخل او نورو هیوادونو کې ئې د سوډان تیره مخینه تر ډيره حده تورتمه کړې ده .