د نړۍموحّدان دې دفرانسې دسرغنو بې شرمه دښمني محکومه کړي
د فرانسې د حکومت دوه ګوڼه سټنډرډونه لامل شوي ، په دغه هیواد کې په تعلیمي نظام کې دد ین ضده او دغه مشرکانه تفکر هم نفوذ وکړی او تبلیغ ئې زیات شوی دی .
د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف پرون پخپل یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ، دنړۍ مسلمانان او موحّدان دې په یوه خوله د داسلام له ګران پیغمبر (ص) سره د فرانسې د کم عقلو او خپل سرو واکوالانو سپيره او بې شرمه دښمني محکومه کړي .
قالیباف روښانه کړې ده،ددغو بې شرمو او بې حیا کسانو خباثتونه ، له خداوندمتعال سره د دوي کفري تفکر ښودنه کوي او د دوي دښمنۍ له درستو آسماني دینونو سره دي .
همداراز د اسلامی ویښتیا دنړیوالې ټولنې منشي علی اکبر ولایتي هم د اسلام دګران پیغمبر په شان کې سپکاوي غندلی او وئيلي ئې دي ،د رسول ا... بزرګوار دسپکاویو نړیوال محکومیّت باید د سپکونکي فرانسوي خپرندوئې د موادو دچاپيدو د مخنیوي او غونډ،لو لامل شوي وائ ، خو د فرانسې د حکومت دوه ګوڼه سټنډرډونه لامل شوي ، په دغه هیواد کې په تعلیمي نظام کې دد ین ضده او دغه مشرکانه تفکر هم نفوذ وکړی او تبلیغ ئې زیات شوی دی . ولایتی ټينګار کړی ، په درستې نړۍ کې په تیره بیا په لویدیځي په ظاهره ماډرن نړۍ کې داسلام پالنې او اسلام غواړی تفکر زیاتیدا لامل شوي ، د سپيرو او ځيږو خوځښتونو اصلي هدایتونکي او واکوالان په څرګنده صحنې ته وارد شي او خپله بې شرمه او حقیقي څیره رسوا کړي .
دفرانسې شارلي ابدو خپرونې په وروستیو ورځو کې هم یوځل بیا د اسلام د ګران پیغمبر په شان کې ګستاخ کارټونونه خپره کړي ، چې دفرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون هم د ډ يموکراسۍ د اصولو او ډيپلوماټيک عرف څخه لیرې پخپلو یو لړ ځيږو څرګندونو کې ورځيني په ملاتړ سره وئیلی دي ،فرانسه به هماغه راز د د اسلام دپیغمبر په ضد دسپکو کارټونونو خپریدو ته دوام ورکړي .