په ایران کې په کرونا نورکابو۶ زره ککړکسان وپيژندل شول
په درستې نړۍ کې تر دې دمه په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر څه دپاسه درې څلویښت میلیون تنو ته رسیدلی چې له دوي کابو یو میلیون یو لک پنځه پنځوس زره کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز په درملنې پسې هم څه دپاسه یو دیرش میلیون کسان ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران د روغتیائي چارو وزارت ویندوئې میرمن سیما سادات لاري نن په هیواد کې په کرونا د ککړو کسانو دشمیر په اعلانولو سره وئيلي دي ، په تیرو شواروز کې په درست ایران کې په کرونا ککړ نور شپږ زره یو سل شپاړس کسان پيژندل شوي چې له دوي دوه زره یو څلویښت ککړ کسان په روغتونونو کې بستري شوي دي . او تر دې دمه په درست ایران کې په کرونا دککړو کسانو شمیر پنځه لکه اته شپیته زره نهه سوو تنو ته رسیدلی دی .

میرمن لاري وئيلي دي ،له بده مرغه په تیرو ۲۴ساعتونو کې په ایران کې په کرونا ویروس ککړو دوه سوه شپږ نوي کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی چې له دوي سره تر دې دمه په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر دوه دیرش زره شپږسوه شپاړس تنو نه زیات شوی دی .
سیماسادات وئيلي له نیکمرغه تر دې دمه په ایران کې په درملنې پسې کابو څلور لکه پنځه پنځوس زره کسان ښه اوله روغتونونو هم رخصت شوي دي .
په عین حال کې په درستې نړۍ کې تر دې دمه په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر څه دپاسه درې څلویښت میلیون تنو ته رسیدلی چې له دوي کابو یو میلیون یو لک پنځه پنځوس زره کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز په درملنې پسې هم څه دپاسه یو دیرش میلیون کسان ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
همداراز په یوه راپور کې وئيل شوي دي ،په افغانستان کې هم په تیرو ۲۴ساعتونو کې په کرونا نور ۶۵کسان ککړ شوي چې تر دې دمه په دغه هیواد کې د ککړو کسانو شمیر هم یو څلویښت زره پنځه سوه څوارلس تنو ته زیات شوی او وئيل کیږي په تیرو شواروز کې له بده مرغه په کرونا ویروس ککړو درو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی . همداراز له اسلام اباده هم په یوه راپور کې وئيل شوي دي په پاکستان کې هم بیا کرونا ویروس په زیاتیدا دی او په تیرو شواروز کې په دغه هیواد کې هم د ککړو کسانو شمیر اته سوه اوه څلویښت او د قربانیانو شمیر دولس تنه ښودل شوی دی .