-
داسلام دښمنان دپاکستان دناکرارولو لپاره هڅه کوی
Dec 03, 2017 15:15دپاکستان دسند صوبې په خیرپور کې داسلام دګران پیغمبر دمیلاد په جشن کې دمسلمانانو په لاریون څلور ورځې مخکې د ترهه ګرو جنایتکارو په حملې کې داهل سنت څلور کسان شهیدان او لس نور ټپیان شوی وو .
-
افغان دولت او مخالفو سیاسی ګوندونو ترمینځ د اختلافاتو په اړه د افغانستان د تکړه لیکوال او شناندی ښاغلی حبیب الله رفیع مرکه دلته واورئ
Dec 03, 2017 11:00افغان دولت او مخالفو سیاسی ګوندونو ترمینځ د اختلافاتو په اړه د افغانستان د تکړه لیکوال او شناندی ښاغلی حبیب الله رفیع مرکه دلته واورئ
-
دیمن د پلازمینې صنعا حالات ترکنټرول لاندې دی
Dec 03, 2017 01:34ایرنا خبری اژانس وایی دیمن پلازمینې صنعا ته هیڅ خطر نشته او پخوانی ولسمشر علی عبدالله صالح باید سمې لارې ته ورستون شی او دهغه لپاره د تښتې هیڅ لاره او فرصت نشته .
-
په سیمې کې د داعشی تفکرخوریدا خطرناکې پایلې لری
Dec 02, 2017 11:06دایران داسلامی شورا دبهرنی سیاست د کمیشن منشی په دې خبرې کولو سره چې ، داعشیان د ویروس په څیر عمل کوی،روښانه کړې ؛ دغه ویروسونه ډیر زیات په فرصت پسې دی او یوازې دا چې دفعالیت لپاره ئې فضا برابره شی ، نو بیا به ډګر ته وارد شی .
-
یمن وال دې دفتنو او تیریګروپه وړاندې هوښیار او ځیر ووسی
Dec 02, 2017 12:30د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ مشر وئیلی دی ، د دغه غورځنګ اوملی کانګرس ترمینځ هر یو اختلاف دحل وړ دی او باید له فتنه ګرو وسلوالو ډلګیو سره مقابله وکړوو ، که کومه تیروتنه هم شوی وی ،باید مسئولیّت ئې ومنل شی ، تمه کیږی ، چې ملی کانګرس هم همدغه ډول چلند وکړی .
-
سعودی عربستان دحزب الله پرضد بیا ادعا وکړه
Dec 02, 2017 01:21زمونږ خبریال وایی د سعودی عربستان دبهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر د لبنان په کورنیو چارو کښې د ریاض د لاسوهونکو سیاستونو او له حزب الله غورځنګ سره د دښمنۍ په دوام کښې ادعا وکړه حزب الله باید بې وسلې شی .
-
داروپا پارلمان د عربستان پرضد پلان ته مثبته رایه ورکړه
Dec 01, 2017 01:45ایرنا خبری اژانس وایی د اروپا پارلمان پرون په یمن کښې د بشری حقوقو دخلاف ورزیو په خاطر په سعودی عربستان د وسلو د نه خرڅولو پلان ته مثبته رایه ورکړه .
-
که د یمن کلابندی دوام وکړی،نودسعودیانو پوځی مرکزونه به په نښه کړو
Nov 30, 2017 17:13عبدالمالک بدرالدین الحوثی دسعودی عربستان په مشرۍ د ائیتلاف دغړو هیوادونو د تیریو د دوام په باب خبرداری ورکړ او وې وئیل یمن دا خپل حق ګڼی چې تیریګرو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی .
-
د سعودی عربستان بهرنی سیاست ناکام شوی دی
Nov 30, 2017 17:05سعودی عربستان چارواکو دنومبر په څلورمه نیټه سعد حریری ریاض ته ورغوښتی ؤ او هغه ئې مجبوره کړې ؤ چې دلبنان له صدراعظمۍ استعفی ورکړی . خو کله سعد حریری بیرته لبنان ته ستون شو نو خپله استعفی ئې وځنډوله او وس وئیل کیږی چې سعد حریری وئیلی هغه څه چې په ریاض کې پیش شوی ، دهغه په سینې کې به یو راز پاتې شی او هیڅکله به هم ایشوا نه کړی .
-
دپاکستان په خیرپورکې وهابیّانودعیدمیلادنبی جشن لمانځونکی پنځه اهل سنت ووژل
Nov 30, 2017 16:23سبا د اسلام دګران پیغمبر د نیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت اهل سنت په درست پاکستان کې لاریونونه او جنشونه ترسره کوی ، خو وهابی او سلفی تفکر لرونکی تالی څټی اوپیّلی جنایتکار و فعالیتونه تر دې حده رسیدلی چې داسلام دګران پیغمبر د نیکمرغه زوکړې لمانځونکی هم دهغوی له شره خوندی نه دی او دا د پاکستان دحکومتی ، قضائی او پوځی چارواکی دی چې په دغه اسلامی هیواد کې مسلمانان په ویرې او وحشت کې ژوند کوی او ترهه ګر جنایتکار په آزاده توګه خپلو جنایتونو ته دوام ورکوی