-
په اسلامی امت کې درز اوتفرقه علتونه او لاملونه ئې څه کیدلی شي .؟ له دیني عالمانو ئې آورو
Dec 12, 2016 11:37په دې اړه داهل تسنن یو ستر دینی عالم او پاکستان دبلوچستان دکویټه دسفیر جامع جومات امام مولانا عبدالرحمن نورزئ خپل نظر داسې څرګندوي
-
عربستان له طالبانوپه ملاتړ سره په افغانستان کې جنګ ته لمن وهی
Dec 09, 2016 11:50ایرناخبری آژانس راپورورکړ دامریکا نیویارک ټایمز خپرونې په یوه راپور کې لیکلی دی ، د سعودی عربستان چارواکی او شتمن شهزادګان د افغانستان له حکومته دملاتړد په باب له خپلې ادعا سره سره له طالبانو سره په پټه په بشپړ مالی ملاتړونو سره په افغانستان کې د جنګ د اوور دلمبو زیاتولو ته لمن وهی .
-
دیمن پوځ او ولسی مبارزانو دسعودی عربستان په عسیر کې پوځی چاوڼۍ ونیوله
Dec 06, 2016 03:12العالم ټیلیوژنی چینل راپورورکړ دیمن پوځ اوولسی مبارزانو توپونو یونټونه بریالی شوی د سعودیعربستان په عسیر کې د ربوعه سیمې نشمه پوځی مرکز ونیسی .
-
د مصر ولسمشر د عربستان له ملک سلمان سره د لیدو لپاره هیڅ دلچسپی نه لری .
Dec 04, 2016 14:42العالم ټیلیویژنی چینل راپورورکړی دسورئې د موضوع په وړاندې دمصر ددریځونو په بدلیدو دآل سعود رژیم په غوسه کیدا پسې دمتحده عربی اماراتو چارواکو دمصر ولسمشر عبدالفتاح السیسی په داسې حال کې دابوظبئ په هوائی ډګر کې بدرګه کړ، هغه دعربستان له پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز سره دلیدو لپاره هیڅ ډول ګروهنه نه ده ښودلې .
-
قطر ،سعودی عربستان اوترکیه په سوریې کښې د ترهګرو دملاتړ ستر بی رغوال دی
Dec 01, 2016 09:41تسنیم خبری آژانس دسانا له قوله راپورورکړی په ملګروملتونو کښې د سوریې استازی بشار جعفری بیګا دملګروملتو دامنیت شورا په غونډې کې چې دحلب په حالاتو دغور لپاره جوړه شوی ټینګار کړی د ترهګرو ډلو استازیو په حلب کښې دسوریې د پوځ د دوامداره بریالیتوبونو په سیوری کښې دامنیت شورا د ځانګړی غونډې دجوړیدا غوښتنه کړی څو ترهه ګر وژغوری .
-
آیا سعودی عربستان په یوازې ځان نړیواله سرطانی غده ده؟
Dec 01, 2016 12:27د اېنډیپنډنټ ورځپاڼې په نقل زمونږ د رېډیو د رپوټ له مخې سعودی عربستان چې د دغه هېواد د عقیدې او تفکر د مخالفو علماو لخوا تل پرې نیوکه کیږی خو د وړومبی ځل لپاره دی چې د سعودی د عقیدې او تفکر پلوی علماو هم په متفقه توګه د سعودی په خلاف یوه سخته بیانیه جاری کړه چې تصور یې هم نه شو کېدې.
-
مصر به په نړیوال ډګر کې دسعودی عربستان د خوښې په اساس عمل ونه کړی
Nov 27, 2016 14:03ایرنا خبری آژانس راپورور کړ دمصر ولسمشر عبدالفتاح السیسی دلبنان له الاخبار ورځپاڼې سره په خبرو کې ټینګار کړی قاهره به په سیمه ایزو اونړیوالو اړیکو کې دریاض په خوښې او دهغوی په پله به پل کې نه ږدی .
-
سعودی عربستان داقتصادی مشکلاتوله امله په یمن کې دخپلوتالی څټو ځواکونو تنخواګانې ختمې کړې
Nov 25, 2016 12:08العالم ټیلیوژنی چینل دخبرو سرچینو له قوله راپور ورکړ سعودی عربستان دبوجودې دډیرو خسارو په سبب دیمن دمستعفی او تښتیدلی ولسمشر منصور هادی سره اړونده ځواکونو ته خپلې مالی اوخوراکی مرستو دبندولو فیصله کړې او دغه اطلاع ئې دیمن په مرکز کې په مارب ولایت کې دتالی څټو ځواکونو قوماندانانو ته رسولې ده .
-
دسعودی عربستان چارواکی له لازم عقله برخمن نه دی او په هغې غلطې لارې روان دی چې دسیمې ځینومخکنیو دیکتاتورانوخپله کړې وه .
Nov 21, 2016 12:38زمونږخبریال راپور راکړ دایران د خارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی نن په تهران کې په خبری کنفرانس کې دایران له ګډون پرته دفارس خلیج دهیوادونو د اتحادئې د جوړولو او دغه راز له اسلامی ملګرتیاموسسې د اسلامی ایران دویستلو لپاره د ریاض د وړاندیزونو په باب زیاته کړې دغه ښان وړاندیزونه مطرح کول د سعودی عربستان د داخلی مشکلاتو له امله دی .
-
دسورئې په ضد وړاندیزی پریکړه لیک دترهه ګرو اوافراط پالو په ګټه وړاندیز شوی دی
Nov 16, 2016 16:38زمونږخبریال راپورراکړ په ملګروملتو کې داسلامی ایران سفیر غلام حسین دهقانی نن په یولړڅرګندونو کې په سورئې کې دبشری حقوقو دوضعیت دسپړنې په پلمه دسعودی عربستان دوړاندیزی پریړکړه لیک په غبرګون کې دا وړاندیز دنړیوالو حقوقو له اساسی اصولو سره په توپیر کې او یو غرضی او بې انصافه پریکړه لیک وباله .