عربستان له طالبانوپه ملاتړ سره په افغانستان کې جنګ ته لمن وهی
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دامریکا نیویارک ټایمز خپرونې په یوه راپور کې لیکلی دی ، د سعودی عربستان چارواکی او شتمن شهزادګان د افغانستان له حکومته دملاتړد په باب له خپلې ادعا سره سره له طالبانو سره په پټه په بشپړ مالی ملاتړونو سره په افغانستان کې د جنګ د اوور دلمبو زیاتولو ته لمن وهی .
العهد خپرونې هم راپورورکړی دامریکا دغې ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، دافغانستان مشران له سعودی عربستانه غواړی ،څو له دغه شان کارونو لاس واخلی ،خوریاض دطالبانو ا و دنورو سرزورو ا وتکفیری ترهه ګرو ډلو لپاره په لیږدونکو مرستو سترګې پټوی او همدااوس هم د دغو ډلو لپاره په یوې پیاوړی واسطې بدل شوی دی .
په عین حال کې د طالبانو دوخت دمالیې پخوانی وزیر آغاخان له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په خبرو کې په تیرو کلونو کې یا تراوسه پورې دطالبانو دبودجې دتامینولو لپاره سعودی عربستان ته په هغو سفرونو کې دغه خبرې کړی چې ظاهرا ئې دحج دمناسکو د اداکولو لپاره ترسره کړی دی .
نیویارک ټایمز دامریکا دخارجه وزارت دویه پخوانی سلاکار له قوله هم لیکلی دی ، دسعودی رژیم طالبانو ته اجازت ورکړی دی څو په عربستان کې په کار بوخت د رزګونو افغان کرګرانو دکورنیو په ګواښلو سره دې له هغوی دمالیاتو په نامه خپل کلنګ یا باج ترلاسه کړی .