آیا سعودی عربستان په یوازې ځان نړیواله سرطانی غده ده؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i33832-آیا_سعودی_عربستان_په_یوازې_ځان_نړیواله_سرطانی_غده_ده
د اېنډیپنډنټ ورځپاڼې په نقل زمونږ د رېډیو د رپوټ له مخې سعودی عربستان چې د دغه هېواد د عقیدې او تفکر د مخالفو علماو لخوا تل پرې نیوکه کیږی خو د وړومبی ځل لپاره دی چې د سعودی د عقیدې او تفکر پلوی علماو هم په متفقه توګه د سعودی په خلاف یوه سخته بیانیه جاری کړه چې تصور یې هم نه شو کېدې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 01, 2016 12:27 Asia/Kabul
  • آیا سعودی عربستان په یوازې ځان نړیواله سرطانی غده ده؟

د اېنډیپنډنټ ورځپاڼې په نقل زمونږ د رېډیو د رپوټ له مخې سعودی عربستان چې د دغه هېواد د عقیدې او تفکر د مخالفو علماو لخوا تل پرې نیوکه کیږی خو د وړومبی ځل لپاره دی چې د سعودی د عقیدې او تفکر پلوی علماو هم په متفقه توګه د سعودی په خلاف یوه سخته بیانیه جاری کړه چې تصور یې هم نه شو کېدې.

د اېنډیپنډېنټ ورځپاڼې د هغه رپوټ له مخې چې د پاکستان په ځینو ورځپاڼو کښې هم خپور شوے دے د عربو د نړۍ تقریباً دوه سوه عالمانو څه وختونه مخکې د چیچنیا په ګروزنی کښې یوه مهمه غونډه جوړه کړه چې د دغې غونډې په آخر کښې یې یوه بیانیه صادره کړه چې پکې د سعودی غالبه عقیده او فکر یو ډېر تند، خطرناک او ګمراهه تفکر وبلل شو. په دغه بیانیه کښې همدارنګ ویل شوی دی چې د سعودی  فکری مکتب د غېر مسلمانو او د نورو مکاتبو د پېروکارو په خلاف د افراط او تندلاریتوب اجازه ورکوی او داعش، القاعده او طالب ډله هم د همدغه فکری مکتب پېروکار شوی دی. د اینډیپېنډېنټ ورځپاڼې د لیکنې له مخې دغه موضوع د سعودی لپاره له دې امله هم اندېښمنوونکې ده چې د مصر د جامعه الازهر ستر مشر، امام احمد الطیب په شمول پکې زیاتو علماو ګډون درلودۀ چې د خالد بن عبدالعزیز باچا نومې جومات امام عادل القلبانی د دغې بیانیې په رد عمل کښې وویل، ((دنیا مونږ ته د اور ورته کولو لپاره لګیا ده چمتو کیږی.))

د اینډیپېنډېنټ ورځپاڼې له رپوټ نه علاوه د د اروپا او امریکې اکثرې رسنې هم اوس سعودی د ټولې نړۍ لپاره یوه سرطانی غده یا د کېنسر دانه  ګڼی.

لویدیځې رسنې په داسې حال کښې په دې وروستیو کښې سعودی په نړۍ کښې د ترهه ګرۍ د پراختیا د عامل په توګه معرفی کوی چې د امریکې کانګرېس هم سعودی باچائی رژیم د ستمبر د یولسمې په پېښه کښې په لاس لرلو تورن کړے دے چې د لویدیځو هېوادونو حکومتونه په تېره بیا د امریکې حکومت له سعودی سره ډېرې نزدې او دوستانه تعلقات لری. حال دا چې سعودی عربستان په دومره حد او اندازه کښې نه دے او نه شی کولې په یوازې ځان د وهابیت په غېر انسانی تفکر سره د دنیا امنیت وګواښی یا په یوازې ځان د ستمبر د یولسمې په پېښه کښې لاس ولری، مګر دا چې د نړۍ خاص ستر قوتونه یې په شا ولاړ وی. لکه هغه علمی او سائېنسی تحقیقات چې په تېرو پینځلسو کلونو کښې د ستمبر د یولسمې د پېښې په اړه د لویدیځوالو او امریکایانو لخوا شوی دی ښودنه کوی چې د امریکې غبرګ برجونو له سائېنسی او علمی نظره امکان نه لرۀ چې د الوتکو په جنګېدو سره داسې په بشپړه توګه منهدم او ویجاړ شی او په خپل ځاے کښېنی.

نو د هغو علمی تحقیقاتو له مخې چې د امریکایانو لخوا ترسره شوی دی غبرګ برجونه په ډېرو مضبوطو چاودېدونکو موادو سره چې تر برجونو لاندې په زمکه کښې ښخ کړې شوی وو ویجاړ او په خپل ځاے ناست دی. د امریکائی محقیقینو لخوا ترسره شوی تحقیقات ښودنه کوی چې هغه کسان چې له برجونو سره نزدې ژوند کوی ویلی دی چې له غبرګو برجونو سره د الوتکو له جنګېدو نه مخکې یې د چاودنې غږ اورېدلے دے نو نتیجه یې دا شوه چې د ستمبر د یولسمې په پلان کښې له سعودی او القاعدې څخه د یوې وسیلې په توګه استفاده شوې ده. الوتکې د دوی لخوا له غبرګو برجونو سره جنګېدلی دی خو غبرګو برجونو ته مضبوط ګوزار ورکول د امریکې د استخباراتی ادارې سی آئی اے لخوا د دغو برجونو ترزمکې لاندې د چاودېدونکو موادو د اېښودو له لارې وو او په دې کښې هم شک نشته چې وهابی منحرفه تفکر چې پېړۍ پېړۍ مخکې په اسلامی امت کښې خپور شوے دے او د انګرېزانو لخوا له ابن عبدالوهاب نجدی څخه په استفادې سره درې پېړۍ مخکې راژوندے کړے شو اوس د سعودی په تیلی ډالرو سره لګیا دے په نړۍ کښې د اسلام او مسلمانانو د بدنامۍ سبب کیږی. که د امریکې د نوی استعمار او د زوړ انګرېز استعمار لخوا ملاتړ ونلری نو سعودی چې اوس د قدس او فلسطین له غاصب صهیونېسټ رژیم سره په دوستۍ هم ویاړ کوی له دې نه ډېر عاجز، کمزورے او سپک دے چې په یوازې ځان داسې کار ترسره کړی او په بحرېن، سوریې، یمن، افغانستان، پاکستان او نورو هېوادونو کښې د داعش او القاعدې وغېره تر پردې لاندې د خپلو اېجنټانو په ذریعې سره د مسلمانانو او بې ګناه انسانو په قتل عام لاس پورې کړی.  لویدیځی رسنې چې اوس سعودی د ټولې نړۍ لپاره یوه سرطانی غده بولی په حقیقت کښې کوشش کوی چې ځانونه  او خپل باداران چې د داعش او القاعدې په شان د تکفیری دسیسو اصلی بانیان دی بری الذمه کړی او په نړیوالو باندې دا خبر ومنی چې هغوی په دې زمینه کښې پاک او پاکیزه او د نړیوالو زړۀ سواندی دی خو د نړۍ خلق اوس د دوی په اصلی ماهیت او اصلیت پوهه شوی دی.

-------