Pars Today
د هند کرېکټ غوره لیګ یا ایپياېل سیالیو په لړ کې نن ماښام پنجاب کنګز لوبډله له راجستان رویلز سره د سیالي ډګر ته ځي. ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماښام د درامشالا په هېماچا پراډېش کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.
د فوټبال د اتلانو په دویمې نیمه پایلوبې کې مانچسټر سیټي لوبډلې ۴ - ۰ ریل ماډریډ ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.
د افغانستان د سوک وهنې ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د سوک وهنې ملي فدراسیون درې ستوري لوبڅار تمیم احمد اختري د نړۍ د غوره لوبڅار مقام ګټلی.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د دغه هېواد د کرکټ ملي لوبډله به د سرلینکا سره د سیالیو وروسته د راتلوونکې جون میاشتې پر لسمه بنګلدیش ته د لوبو ترسره کولو په موخه سفر وکړي.
دافغانستان د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد دکرکټ ملي لوبډلې له غړي محمد نبي عيسی خېل سره وکتل.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د دې هېواد د کرکټ ملی لوبډله به د جون په میاشت کې سرلینکا ته د سفر پر مهال د یاد هېواد ملي لوبډلې سره درې یوه ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان محمد نبي وایي د ژمنې له مخې د سرطان ناروغۍ روغتون جوړوم
د افغانستان د باسکټبال وېلچر ملي لوبډلې په تایلېنډ کې د اسیايي سیالیو په لومړۍ لوبه کې خپلې سیالې کوېټ لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخپلې کوربتوب سره نیوزلینډ ته په څلور یوه ورځنیو لوبو کې په پرلپسې ماتې ورکولو سره د کرکټ په تاریخ کې په لومړي ځل د کرکټ نړیوالې شورا د یوه ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ.
د انګلستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو د بلجیم ۲۲ کلن فوټبالر ارلنګ هالینډي د خپلې لوبډلې لپاره په ۳۳ سیالیو کې د ۳۵ ګولونو په پوره کولو سره په کمو لوبو کې د زیاتو ګولونو وهلو نوی ریکارډ جوړ کړ.