راشد خان د هندوستان پر وړاندې له سیالیو کینول شوی
https://parstoday.ir/ps/news/sport-i144562-راشد_خان_د_هندوستان_پر_وړاندې_له_سیالیو_کینول_شوی
د هندوستان رسنۍ وایي، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مشهور لوبغاړی راشدخان به د هند پر وړاندې د درې شل اوریزو لوبو سریز کې د ملا د درد تکلیف له امله ونه لوبیږي.
(last modified 2024-01-10T11:13:19+00:00 )
Jan 10, 2024 15:42 Asia/Kabul
  • راشد خان د هندوستان پر وړاندې له سیالیو کینول شوی

د هندوستان رسنۍ وایي، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مشهور لوبغاړی راشدخان به د هند پر وړاندې د درې شل اوریزو لوبو سریز کې د ملا د درد تکلیف له امله ونه لوبیږي.

تر اوسه په دې اړه د افغانستان کرکټ بورډ څه ندي ویلي، بلخوا پاکستانیو رسنیو ویلي چې د سرلینکا او ایرلینډ سره د افغانستان د لوبو له امله به راشدخان په راتلوونکې PSL سیالیو کې هم ونه لوبیږي.

ټاکل شوې د افغانستان او هند ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه سبا ماښام ترسره شي.