-
خبرونه | ایران د ملګرو ملتونو د ټولنیز پرمختګ د کمیسیون مرستیال رئیس وټاکل شو / د عربانو اکثریت له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو مخالف دی
Feb 13, 2026 11:38پارسټوډې – د ایران اسلامي جمهوریت د ملګرو ملتونو د ټولنیز پرمختګ د کمیسیون د ۶۵مې دورې لپاره د یوه کال په موده د مرستیال رئیس په توګه وټاکل شو.
-
د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنه: راډيوګانې د فعالیت د دوام لپاره ملاتړ ته اړتیا لري
Feb 13, 2026 11:06د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنه وايي، سره له دې چې په هېواد کې ۳۹۴ راډیوګانې فعالې دي، خو د دغو رسنیو مالي ناپایداري او د هغو د کارکوونکو د لویې برخې د حقوقي تضمین نهشتون، د راډیوګانو د فعالیت د دوام راتلونکی له جدي اندېښنې سره مخ کړی دی.
-
د فبرورۍ ۱۳مه د راډیو نړیواله ورځ او په افغانستان کې راډیويي خپرونې
Feb 13, 2026 10:56نن د فبرورۍ ۱۳مه د راډیو نړیواله ورځ ده؛ په افغانستان کې راډیو په لومړي ځل په ۱۳۰۹ لمریز کال د وخت د پاچا غازي امان الله خان په دوره کې خپرونې پیل کړې، چې هغه مهال د «کابل راډیو» په نوم یادېده.
-
ذبیحالله مجاهد: د څار ډلې د ماموریت دوام یوه ناکامه تجربه ده
Feb 13, 2026 10:53د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد پر افغانستان د بندیزونو د څار ډلې ماموریت غځولو په غبرګون کې ویلي چې، د فشار او بندیزونو پالیسۍ خپله ناکامي ثابته کړې ده.
-
د صهیونیستي رژیم ولسمشر د نتانیاهو د بخښنې په اړه د ټرمپ غوښتنه رد کړه
Feb 13, 2026 02:41د صهیونیستي رژیم ولسمشر اسحاق هرتزوګ د ډونالډ ټرمپ د هغې غوښتنې په اړه چې د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د بخښنې غوښتنه یې کړې وه، غبرګون ښودلی دی.
-
په افغانستان کې د ۸۴۵ میګاواټه برېښنا تولید پروژو تړونونه لاسلیک شول
Feb 12, 2026 04:02د افغانستان برېښنا شرکت او د عزیزي ګروپ ترمنځ د ۸۴۵ مېګاواټه لمریزې او ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید د پنځو پروژو تړونونه لاسلیک شول.
-
له فلسطینه د ملاتړ پر دوام او پر ایران له هر ډول برید سره پر مخالفت د لاریجاني او د حماس د چارواکي ټینګار
Feb 12, 2026 03:51حماس د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې اعلان وکړ چې د دې غورځنګ د رهبرۍ شورا مشر، محمد درویش، د حماس د لوړپوړو غړو له یوه پلاوي سره یو ځای، په دوحه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د عالي شورا له منشي علي لاریجاني سره لیدنه او خبرې کړې دي.
-
ابوعبیده: پر ایران هر ډول یرغل پر ټول اسلامي امت یرغل دی
Feb 12, 2026 03:50د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ ـ حماس پوځي څانګې د عزالدین القسام کنډکونو ویاند ابوعبیده، په خپلو څرګندونو کې ټینګار وکړ چې د ایران پر اسلامي جمهوریت او زموږ پر ورور ملت هر ډول یرغل د ټول اسلامي امت پر وړاندې یرغل ګڼو.
-
الحوثي: ایران د صهیونیسټانو دسیسو پر وړاندې ولاړ دی
Feb 12, 2026 03:48د یمن د انصارالله غورځنګ مشر، د ایران د اسلامي انقلاب د بریا د کلیزې په مناسبت په یوه بیان کې ټینګار وکړ چې ایران د صهیونیسټانو دسیسو پر وړاندې ټینګ ولاړ دی.
-
د اسرائیلو لومړي وزیر د امریکا د ولسمشر له استازي سره کتنه وکړه
Feb 11, 2026 06:51ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو واشنګټن ته په سفر سره د امریکا د ولسمشر ټرامپ له ځانګړي استازي اسټیوف ویټکاف او د ټرامپ له زوم جراډ کوشنر سره کتنه وکړه او له ایران سره د مذاکراتو په هکله یې خبرې وکړې.