په افغانستان کې د ۸۴۵ میګاواټه برېښنا تولید پروژو تړونونه لاسلیک شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i170654-په_افغانستان_کې_د_۸۴۵_میګاواټه_برېښنا_تولید_پروژو_تړونونه_لاسلیک_شول
د افغانستان برېښنا شرکت او د عزیزي ګروپ ترمنځ د ۸۴۵ مېګاواټه لمریزې او ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید د پنځو پروژو تړونونه لاسلیک شول.
(last modified 2026-02-12T03:10:17+00:00 )
Feb 12, 2026 07:32 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د ۸۴۵ میګاواټه برېښنا تولید پروژو تړونونه لاسلیک شول

د افغانستان برېښنا شرکت او د عزیزي ګروپ ترمنځ د ۸۴۵ مېګاواټه لمریزې او ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید د پنځو پروژو تړونونه لاسلیک شول.

د افغانستان برېښنا شرکت ریس ملا عبدالحق همکار د تړونونو د لاسلیک په مراسمو کې وویل چې، دغه پروژې د نږدې ۸۴۵ میګاواټه ظرفیت په لرلو سره د هېواد د وارداتي برېښنا په اندازه دي چې په کال کې شاوخوا ۳.۷ میلیونه میګاواټه په ساعت کې برېښنا تولیدوي.

په دې پروژو کې د کابل په نغلو کې د ۱۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا تولید، د پروان په باریکاب سیمه کې د ۱۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا تولید، غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا تولید، په بغلان کې د ۳۵۰ میګاواټه او تخار کې ۱۶۵ میګا واټه د ډبرو سکرو د حرارتي برېښنا تولید پروژې شاملې دي.

دغه پروژې د شاوخوا ۴۶۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د عزیزي شرکت له‌خوا پلې کېږي چې د لمریزې برېښنا پروژې تر راتلونکو دوو کلونو او د ډبرو سکرو حرارتي برېښنا پروژې به په دوه نیمو کلونو کې بشپړې شي.