-
د امریکا او د انګلستان بریدونه د تاوتریخوالو سبب ګرځي
Jan 16, 2024 06:56فارس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د ملګروملتونو له سرمنشي انټونیو ګوټریش سره په ټیلي فوني تماس کښې په یمن باندې د امریکا او د بریتانیا حملې سټراټيژیکه غلطۍ وبلله کومه به چې په سیمه کښې د تاوتریخوالو د زیاتیدا سبب شي.
-
مقاومتي ځواکونه په سیمه کې په خپلواکه توګه عمل کوي
Jan 15, 2024 08:22د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان وویل: مقاومتي ځواکونه د یمن په ګډون په سیمه کې، په خپلواکه توګه او د خپلو ګټو په چوکاټ کې اقدام کوي.
-
پر یمن د امریکا او انګلستان بمباریو دوی خپلو هدفونو ته نه دي رسولي
Jan 15, 2024 12:14د یمن د انصارالله غورځنګ یوه جګپوړي غړي اعلان وکړ چې پر یمن باندې د امریکا او انګلستان یرغلونه، اغېزمن نه وو او نه به هم اغېزناک وي.
-
په عراق کې د بې پیلوټه الوتکې د برید له امله د اسرائیلو د استخباراتو درې افسران په هلاکت ورسېدل
Jan 15, 2024 10:07د یروشلم پوسټ ورځپاڼې څرګنده کړې چې د عراق په اربیل ښار کې د صهیونیسټي رژیم د استخباراتو د ۸۲۰۰ قطعې پر مرکز د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې د استخباراتو درې افسران په هلاکت رسېدلي.
-
اوس په غزه کې د اسرائیلو لپاره د عملیاتو د محدودولو مناسب وخت دی
Jan 15, 2024 09:03سپینې ماڼۍ ویلي: دا مناسب وخت دی چې اسرائیلي رژیم په غزې تړانګه کې خپل پوځي عملیات محدود کړي.
-
د اسرائیلو د نسل کشۍ تورونه باید هیر نشي
Jan 15, 2024 02:31زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا « نیویارک ټایمز» ورځپاڼې په غزې تړانګه کښې د نسل کشۍ په دلیل له اسرائیلو د جنوبي افریقا شکایت ته په اشارې سره دغه جنایت د روانډا او د بوسنیا غمیزو او د ارمنیانو او د امریکا د ځایي خلکو وژلې ته ورته وباله.
-
پر غزې تړانګې د اسرائيلي رژيم له يرغل درې مياشتي وروسته، تر ۲۳ زره د زياتو فلسطينيانو په شهادت رسېدل
Jan 14, 2024 02:53د فلسطین د روغتیا وزارت ویندوی اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې، پر غزې تړانګې د صهیونیسټي رژیم په حملو کې د شهیدو فلسطینیانو شمېر ۲۳ زره او ۸۴۳ او د ټپیانو شمېر ۶۰ زره او ۳۱۷ تنه دی.
-
د فلسطین حالاتو، نړۍ ته د اسرائیلي رژیم څېره ور وپېژندله
Jan 14, 2024 02:27د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي په دې خبرې سره چې د صهیونیسټانو د پښې نښې د سیمې په ډېرو کړکېچونو کې لیدل کېدی شي وویل: د فلسطین له حالاتو یوه پرده لیرې شوه او د اسرائیلي رژیم بڼه یې ټولې نړۍ ته په ډاګه کړه.
-
د امریکا او انګلستان دتوغندوي حملوپه ضد دیمنوالومیلیوني لاریون شوی
Jan 12, 2024 12:40د امریکا دپوځ هوائي ځواک په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،د پوځ قوماندانۍ د دستور په اساس ئې نن سهار وختي د یمن دملی پوځ په شپاړسو مرکزونو کې په شپیتو ټارګټونو سل ګائيډيډ توغندي ویشتي دي.
-
په غزه کې د صهیونیسټي رژیم لخوا نسل وژنه؛ یو نه هېرېدونکی جنایت
Jan 12, 2024 00:57په غزې تړانګه کې د صهيونسټي رژيم له لوري نسل وژنه، يو داسې جنايت دی چې هېڅکله به هېر نه شي.