د غزې بیارغونه ممکن تر ۹۰ میلیارد ډالرو لګښت ولري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i147412-د_غزې_بیارغونه_ممکن_تر_۹۰_میلیارد_ډالرو_لګښت_ولري
په داسې حال کې چې صهیونیسټي رژیم پر غزې د پنځو میاشتو په تېرېدو سره بیا هم خپلو بریدونو ته دوام ورکړی، د مصر ولسمشر وايي، چې د غزې تړانګې بیارغونه ممکن تر ۹۰ میلیارد ډالرو ګرانه تمامه شي.
(last modified 2024-03-09T22:23:14+00:00 )
Mar 10, 2024 02:50 Asia/Kabul
  • د غزې بیارغونه ممکن تر ۹۰ میلیارد ډالرو لګښت ولري

په داسې حال کې چې صهیونیسټي رژیم پر غزې د پنځو میاشتو په تېرېدو سره بیا هم خپلو بریدونو ته دوام ورکړی، د مصر ولسمشر وايي، چې د غزې تړانګې بیارغونه ممکن تر ۹۰ میلیارد ډالرو ګرانه تمامه شي.

عبدالفتاح السیسي پرون (شنبې) په یوه بیانیه کې ویلي چې د ده د هېواد له اټکل سره سم، د غزې د تاسیساتو د بیارغولو او د سیمې اوسېدونکو ته د ژوند د مناسبو شرایطو د برابرولو لپاره، لږ تر لږه ۹۰ میلیارد ډالره پکار دي.

نژدې دوې میاشتې پخوا د فلسطین د پانګونې د صندوق مشر د غزې د بیارغونې لګښت ۱۵ میلیارد ډالره اټکل کړی وو.

ملګرو ملتونو بیا د غزې د بیارغونې د لګښت په تړاو تېره میاشت ۲۰ میلیارد ډالره تخمین کړی وو.